بنت له افغانستانه له خطر سره مخ افغانانو د خوندي وتلو پر ملاتړ ټینګار وکړ

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت له دغه هېواده له خطر سره مخ افغانانو د خوندي وتلو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

بنت دغه موضوع یکشنبه د لیندۍ پر اوومه نېټه د افغانانو د وتلو لپاره د خوندي لارې برابرولو لپاره په لندن ښار کې د وګړو د لاریون په تړاو د ګارډین د راپور له بیا خپرولو سره وړاندې کړې ده.

ښاغلي بنت ویلي: «د هغو افغانانو ترڅنګ درېدل چې تر ډېره له خطر سره مخ دي او ډېری ښځې دي، په هېواد کې دننه د هغوی د خوندیتوب د تضمین په مانا ده.»

هغه په افغانستان کې دننه له خطر سره مخ افغانانو د خوندي وتلو په بهیر کې د اسانتیا غوښتنه کړې ده.

له ګواښ سره مخ افغانانو پر خوندي وتلو په داسې حال کې ټینګار کېږي، چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د حقاني ډلې له خوا له یوه طالب چارواکي سره د جبري واده د قرباني الهې دلاروزۍ د تښتولو په تړاو راپورونه خپاره شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button