د ژمي موسم په رارسیدو سره مهاجر مرغان د هېواد شمالي ولایتونو ته حرکت کوي. په همدې حال کې، هغه څه چې دوی نشي کولای د سړې هوا په څېر ترې وتښتي، ښکار دی. ځکه چې د ژمي په موسم کې خلک د ښکار لپاره د ښکاري ټوپکو او ماشیندارو سره ګوته به ماشه ناست وي. په دې موسم کې مهاجر مرغان بې توپیره ښکار کېږي. هغه پېښې چې د هېواد په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه په بلخ کې یې د ځنګلي ژوو د ژوند د دوام په اړه یې اندېښنې راپارولې دي. خو طالبان د مرغانو ښکار غیر قانوني بولي او ادعا کوي چې د وحشي ژوو د ساتنې هڅه کوي.
د هوا په سړېدو سره له ګاونډیو هېوادونو څخه زرګونه مرغان د بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان په ګډون د هېواد شمالي ولایتونو ته راځي. خو دغه مرغان د ښکار له جدي ګواښ سره مخ دي. نو ځکه ځینې کارپوهان د دغو مرغانو د نسل د له منځه تللو وېره لري. د هېواد په شمال کې د چاپېریال ساتنې کارپوه بصیر فرهمند ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په سړه هوا او واورو کې له یوې خوا د مرغانو لپاره خوراکي توکي نشته او له بلې خوا یې د ښکار له ګواښ سره مخ کېږي.
واورهین مرغان د هغو مرغانو په ډله کې دي چې تر ډېره په بلخ ولایت کې ښکار کېږي. د بلخ په ګډون د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د دوی د خوندورې غوښې له امله توګه ښکار کوي او په دې منځ کې د ټوپکوالو ونډه ډېره ده.
فرهمند وايي: «د ژمي په موسم کې په ځانګړي ډول په فاریاب، جوزجان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو کې د واورې د ورښت پر مهال د ټوپک په زور خلک او ځینې ځوانان په وحشیانه ډول د تفریح لپاره د واورو مرغان او نور نادره مرغان ښکار کوي.»
د هغه په وينا، په دې موسم کې هر کال د مرغانو ښکار زیاتېږي او تر اوسه هېڅ دولت د دغو مرغانو د ناقانونه ښکار د مخنيوي لپاره څه نه دي کړي.
په همدې حال کې، د سمنګان ولایت اوسېدونکی فواد یادونه کوي چې هغه له ښکار سره ځانګړې مینه لري: «موږ د ورځې په اوږدو کې له خپلو ملګرو سره ټول هغه مرغان راټولوو او بیا یې پخوو.» هغه زياتوي، چې د مرغانو ښکار د پياوړتیا او ښه احساس ورکوي.
په همدې حال کې د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار د ټولنيزو فعالانو او اوسېدونکو په وينا، په تېرو کلونو کې دې ولايت ته د غرنیو کفترو په ګډون بېلابېل مرغان راتلل، خو زياتوي چې په دې څو کلونو کې د دې ولايت په اصلي او د مهاجرو مرغانو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
په فاریاب کې یو تن ټولنیز فعال نسیم دانش وايي: «له بدهمرغه موږ د تېرو کلونو په پرتله د دغه ولایت په اسمان او طبیعت کې له ډول ډول مرغانو بې برخې یو. فارياب پخوا د اصلي مرغانو له پلوه بډايه و، خو اوس دغه مرغان په ډلو ډلو له دې سیمې کوچېدلي دي.»
هغه زياتوي، چې په شمالي ولايتونو کې د ځنګلونو او چاپېريال ساتنی برخه فعاله نه ده او تر اوسه يې په اړه کوم کار نه دی ترسره شوی. نوموړی په دې برخه کې له طالب چارواکو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
د چاپېریال ساتنې متخصصینو خبرداری ورکړی، چې که د مرغانو ښکار ته پاملرنه ونه شي، نو د دوی نسل به د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي.
په همدې حال کې د سمنګان لپاره د طالبانو د چاپېریال ساتنی رئیس عبدالکریم خلیلي او د فاریاب لپاره د طالبانو د چاپېریال ساتنی رئیس حافظ اسماعیل وايي چې د مرغانو د ناقانونه ښکار د مخنیوي په خاطر یې له امنیتي ادارو سره د همغږۍ غونډې کړې او پلانونه یې جوړ کړي دي، د غیرقانوني ښکار مخنیوی او د مرغانو او ځنګلي ژوو د ساتنې لپاره لاس په کار شوي.
تر دې وړاندې طالبانو په یوه سمبولیک اقدام کې د هېواد په ولسوالیو کې د دغې ډلې سیمهییزو چارواکو ته امر کړی و، چې د مرغانو د راټولېدو په سیمو کې د مرغانو د ژوند ژغورلو لپاره غلې دانې وپاشي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د نادره مرغانو په ګډون د مرغانو پر ښکار بنديز لګولى دى؛ په داسې حال کې چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دغې ډلې رسمي دفترونو د هېواد د نادره مرغانو د ښکار لپاره له قطري او عربي اتباعو سره د میلیونونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړي دي.