تور کال او د ښځو بده ورځ؛ طالبان د ښځو ځپلو او نیولو ته دوام ورکوي

ښځې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تورې، سختې او له درده ډکې ورځې تېروي. دغې ډلې له یوه کال راهیسې، ښځې پر ټولنیز جلاوالي سربېره، له لومړنیو بشري حقونو هم بې برخې کړې دي. په دې موده کې ښځو د خپل غږ منعکسولو لپاره هېڅ ډول لاریون او هڅې نه دي سپمولې، بلکې دا لاریونونه او مدني غبرګونونه په پرلهپسې ډول له زور زیاتي، توقیف او جبري اقرار سره مخ شوي دي. په وروستۍ پېښه کې طالبانو د یوې مدني ټولنې د شتون د اعلان پر مهال یوه اعتراضکوونکې مېرمن او د هغې درې ملګري ونیول او خبریالانو ته یې د غونډې د پوښښ اجازه ورنهکړه. خو په جنیوا کې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ، یوناما او د بښنې نړیوال سازمان د ښځو د نیولو پر دوام اندېښنه ښودلې ده.
طالبانو پنجشنبه د لړم پر دوولسمه د کابل په لوېدیځ کې د یوې خبري ناستې پرمهال یوه ښځینه او څلور نارینه ونیول. د غونډې له ګډونوالو څخه يوې ښځې ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه مطبوعاتي کنفرانس د کابل په لوېديځ کې د ښځو د يوه احتجاجي حرکت د حضور د اعلان په موخه جوړ شوى و، چې طالبانو یې خبریالانو ته د خبرې پوښښ اجازه ورنهکړه.
دغې ګډونوالې ۸صبح ورځپاڼې ته تاييد کړه، چې طالبانو د مطبوعاتي کنفرانس د ګډونولو ترڅنګ د غونډې برخهوال هم وهلي ټکولي دي. هغه چې د طالبانو د وېرې له امله په راپور کې د خپل نوم له يادولو ډډه کوي، وايي: «دوی (طالبان) په دشت برچي سیمه کې ميرزايی مرکز ته راغلل او زموږ ټليفونونه يې ټول کړل. په سختۍ مې خپل ټليفون راواخيست، او ځان می راوایست. دوی یو په بل پسې نجونې تلاشي کړې او هیچا ته اجازه نه ورکول کېده. دوی اغلې ظریفه یعقوبي له څلورو یا پنځو هلکانو سره چې په پروګرام کې وو له ځانه سره بوتلل.»
یوې باوري سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې، چې طالبانو د لړم پر ۱۲ د پنجشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د غونډې د پلانوونکو له ډلې څخه د ظریفې یعقوبي کورنۍ ته ټیلیفون وکړ او د هغې د محرم د حضور غوښتنه یې وکړه. د دې سرچینې په وینا، د «طالبانو د امنیت» له ټلیفوني اړیکې وروسته د ظریفې یعقوبي خور او اوښی هلته ورغلي. دغه سرچینه هم د طالبانو له قوله تاییدوي، چې د اغلې یعقوبي په اړه څېړنې بشپړې شوي او د هغې له خپلوانو سره ژمنه شوې، چې د لړم پر ۱۳ به هغه او ملګري یې خوشي شي.
د هغه په وينا، له اغلې يعقوبي سره څلور تنکي ځوانان هم نيول شوي دي. دغه ګډونوال تاييدوي، چې دا د مېرمن يعقوبي څلور همکاران دي چې غوښتل يې د «برابرۍ لپاره د افغان مېرمنو غورځنګ» کې غړيتوب ترلاسه کړي. هغه د دې غورځنګ نارینه همکاران د «محمد رضا سازش، محمد سیرت، محمد عالم حکمت او حسین جان» په نوم یاد کړل. خو دغه ګډونواله ټينګار کوي، چې هېڅ ډول نيول به يې د «عدالت غوښتنې او لاريون» مخه ونه شي نیولای او تر هغې به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي، چې د ښځو غوښتنې نه وي منل شوې.
په ورته وخت کې سرچینې په کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ (یوناما) د دغو بندیانو د خوشې کولو له هڅو خبر ورکوي. د دغو سرچینو په وینا، یوناما د دغو کسانو د نیولو او بندي کولو په اړه خپله اندېښنه له طالبانو سره شریکه کړې او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له چارواکو او د بندیانو له کورنیو سره په تماس کې ده. د ملګروملتونو سازمان استازولۍ د جمعې په ورځ د لړم پر ۱۳ د ټویټ په خپرولو سره ویلي چې دا سازمان د بندیانو په هکله د طالبانو سره په تماس کې ده، یوناما زیاته کړه: «ظریفه او څلور نور کسان پرون په کابل کې ونیول شول. ټول افغانان له وېرې او نيولو پرته د سولهييزې غونډې، د بيان او نظر د ازادۍ بنسټيز حق لري.» پر دغه دفتر سربېره، جمعه د لړم پر ۱۳ په جنيوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ وياند هم وويل، د ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو نارینه همکارانو د نیول کېدو په اړه خپله اندیښنه څرګندوي.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې د هغوی د ویاند جیرمي لارنس له قوله راغلي: «موږ ډېر خواشینوونکی راپورونه ترلاسه کړل چې تېره ورځ ماسپښین په کابل کې یو شمېر اوسنیو امنیتي چارواکو (طالبان) د ښځو د مدني ټولنې مطبوعاتي کنفرانس ګډوډ کړی، د ظریفه یعقوبي په نوم یوه مېرمن او د هغې څلور تنه نارينه ملګري ونيول شول.» د لارنس په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې طالب جنګياليو ښځينه ګډونوال د يو ساعت لپاره د کنفرانس په خونه کې بنديان کړي او د هغوى د ګرځنده ټليفونونو او جسدونو له تلاشۍ وروسته يې خوشې کړي او يوه نجلۍ او څلور هلکان يې ونيول.
په اعلاميه کې راغلي: «ټول افغانان د نيولو له وېرې پرته د سولهييزې غونډې، د بيان او نظر د ازادۍ حق لري. موږ له اوسنیو چارواکو غواړو چې د دغو حقونو درناوی وکړي.» په جنیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د ویاند دفتر وايي: «افغانستان د یوه هېواد په توګه د بشري حقونو د یو شمېر نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو غړیتوب لري، چې د شکنجې ضد کنوانسیون هم پکې شامل دی. موږ له اوسنیو چارواکو څخه غواړو چې د ټولو بندیانو حقونو ته درناوی وکړي. د بندیانو حقونو ته باید درناوی وشي. باید ګړندۍ اړیکه شتون ولري ترڅو د نیول شويو کسانو د کورنۍ غړي خبر شي چې دوي چیرته ساتل کیږي. د کورنۍ غړو ته باید اجازه ورکړل شي چې له بندیانو سره وګوري، او بندیان باید طبي خدماتو او وکیل ته لاسرسی ولري.»
په همدې حال کې د «Freedom Now» تر نامه لاندې په واشنګټن کې د بشري حقونو یوې موسسې چې د حکومت له جبر څخه د افرادو او ټولنو ساتنه کوي، هم ویلي: «طالبانو په کابل کې د مدني ټولنې پر یوه مطبوعاتي کنفرانس برید وکړ او ظریفه یعقوبي چې د بشري حقونو مدافع میرمن ده، هغه د څلورو همکارانو سره ونيول شوه. موږ د مېرمن یعقوبي او د هغې د همکارانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوو او له طالبانو څخه غواړو چې پر مدني ټولنو فشار پای ته ورسوي.»
له بلې خوا په سویلي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان یوې مسوولې سمیرا حمیدي پر ټویټر لیکلي:«د ظریفې او د هغې د همکارانو له نیول کېدو ۲۴ ساعته وروسته لا هم د هغوي په هکله څوک نه پوهېږي. دوی غوښتل یو نوی غورځنګ اعلان کړي. رسنۍ هم رابلل شوې وې. تېر کال هم طالبانو تمنا پریانۍ د څو اونیو لپاره ورکه کړه او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په اوسلو کې د هغې په اړه دروغ وویل.»
همدارنګه د سویس په جنیوا کې د افغانستان په سفارت او دائمي نماینګی کې د بشري حقونو سلاکار او دایمي استازی محب الله طیب هم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبان له بشري حقونو څخه د سرغړونې، په خپلسري ډول نیول په رسنیو او سوله ایزو غونډو د رعب او ډار اچولو ناوړه تاریخ لري. په افغانستان د بیا واکمنېدلو وروسته ولیدل شول چې د دوی په چلند کې د هغو هیلو سره سره چې یو شمیر هیوادونو ورڅخه لرلی کوم تغییر ندی راغلی. دوی غواړي د وېرې او ترور په رامنځته کولو سره حکومت وکړي.»
په جنیوا کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د بشري حقونو مسوول وایي: افغانستان د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد په توګه د بشري حقونو په برخه کې اوه مهم کنوانسیونونه او ګڼې ژمنې لري. له همدې امله، هغه کسان چې هڅه کوي له طالبانو سره د بشردوستانه مرستو او یا په هره طریقه اړیکه ونیسي، باید د بشري حقونو په دې مسلو ډیر ټینګار وکړي.» د هغه په وينا، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (يوناما) او د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي مهم رول لوبولى شي.
په سویس کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د بشري حقونو مسوول زیاتوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته رسیدل د “لوړترین څارنېز” میکانیزم ته اړتیا لري چې وکولای شي د بشري حقونو د سرغړونو عاملین وپيژني او د قربانیانو لپاره عدالت تامین کړي. د طالبانو له خوا د لاريون کوونکو ښځو او نجونو د نيولو تاريخچه، د ښځو د مدني غونډې د خبري پوښښ بنديز په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر لاريون کوونکي ښځې د طالبانو له لوري ځورول شوې او اجازه نه ده ورکړل شوې چې لاریون وکړي او یاهم مطبوعاتي کنفرانس ورکړي. طالبانو تېر کال د وږي په ١١مه ش
اوخوا ٤٠ لاريون کوونکي نجونې او ښځې ونيولې. طالب چارواکو هغه مهال د لاریونوالو د نيولو خبره نه وه منلې، خو څه ناڅه شل ورځې وروسته دغې ډلې اعتراض کوونکې ښځې او نجونې په زور د اعتراف په کولو سره خوشې کړې او له هغې وروسته طالبانو د لاريون کوونکو ښځو تر فشار لاندې نيولو ته دوام ورکړ.
د دې ډلې جنګیالیو او د دوی د امر بالمعروف ادارې په ټولنه کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲۱ مه، په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست څلور ښځې چې د ملګرو ملتونو کارکونکې وې د څو ساعتونو لپاره د “فحاشۍ د ترویج” او “ناسم حجاب” په تور ونیولې. نیول شوي کارکوونکي د دې ادارې د مهاجرینو، ماشومانو او ښځو د ادارو اړوند وي. پر دې سربیره د شنبې په ورځ د تلې په نهمه، طالبانو د کابل په لویدیځ کې د ښځینه محصلینو لاریونوالی په ټوپکو او بریښنایي کیبلونو په کارولو سره وځپل. دغو محصلینو د جمعې په ورځ د تلې په ۸ مه د کابل په کاج ښوونیز مرکز کې په محصلینو د ځانمرګی برید په غبرګون کې لاریون وکړ، دې ډلې د کابل په لویدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز له خونړی برید وروسته د لاریون کوونکو د ځپلو په موخه په کابل، هرات او مزارشریف کې هم لاریون کوونکي سخت وځپل. د طالبانو له خوا يو شمېر لاريون کوونکي نيول شوي او د هغوى موبايلونه يې مات کړي دي.
په بلخ کې طالبانو پر تاوتریخجن چلند سربېره، د اعتراض کوونکو محصلینو له کورنیو څخه ضمانت اخیستل شوی چې له دې وروسته به دوی لوڼو ته په لاریونونو کې د ګډون اجازه نه ورکوی، همداراز یکشنبه د لړم پر ۸ طالبانو هغو ښځینه محصلینو ته اجازه ورنه کړه چې د بدخشان پوهنتون ته ننوځي، چې برقع یې نه وه اغوستې. دغو نجونو پوهنتون ته د ننوتلو اجازي نه ورکولو په غبرګون کې لاريون وکړ او دغه لاریون د طالبانو له خوا سخت وځپل شو. د بدخشان پوهنتون يو شمېر ښځينه محصلينو ادعا وکړه، چې د دغه پوهنتون رييس لاريون کوونکو نجونو ته ښکنځلی کړي. د دوی په وینا، د پوهنتون رییس ښځینه محصلینو ته وویل: «نجونې فاحشې، لوچکې او ناپاکه دي.»
طالبانو د نجونو او ښځو پر نیولو او شکنجه کولو سربېره، د کابل پوهنتون له لیلیې څخه څه د پاسه سل ښځینه محصلانې ایستلې. د کابل پوهنتون یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ښځینه محصلانې د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید له امله له لیلیې او یو شمېر یې له پوهنتونه هم ایستل شوې دي.
د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې د ښځو له حقونو د پراخې سرغړونې په اړه د نړیوالو فشارونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له اندېښنو سره سره، طالبانو د ښځو ځورولو او نیولو ته دوام ورکړی او ټینګار یې کړی چې د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې به د ښځو حقونه خوندي کړي. که څه هم لاریونوالې ښځې او یو شمېر دیني عالمان په دې باور دي چې زدهکړه پر مسلمانو نارینهوو او ښځو فرض ده، خو د دوی په وینا طالبانو اسلامي ارزښتونه نه دي مراعت کړي او له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زدهکړو بېبرخې کړې دي. لاریونوالو ښځو تېر یو کال د ټولو افغان مېرمنو لپاره له درده ډک، تور او تریخ کال بللی دی.