بلینکن د کانګرس پاتې غړو ته اجازه ورکړه چې له افغانستانه د وتلو په اړه محرم اسناد وګوري

۸صبح، کابل: له افغانستانه د ځواکونو د بې‌نظمه وتلو په اړه پټو اسنادو ته د لاس‌رسی اجازه پیدا کولو لپاره د امریکا د کانګریس له څو میاشتنیو فشارونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، ددغه هېواد د مشرانو جرګې له ډېرو غړو سره، د دغو اسنادو د شریکولو هوډ کړی دی.

د هیل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال) د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۵ مه) اعلان وکړ، چې د هغه همکاران کولای شي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه راټولولو شویو معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ زېږدیزکال په جون میاشت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه ددغه هېواد د احتمالي وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یي ورکړی و، چې ښايي د امریکا له ملاتړ برخمن حکومت به سقوط وکړي.

تېره میاشت، مک کاول ګواښ کړی و، چې که د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کانګرس غړيو ته له افغانستانه د وتلو په اړه د پټ ډیپلوماتیک پیغام منځپانګې ته د لاسرسي پیدا کولو اجازه ورنه کړي؛ نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به، احضار او سپک کړي.

له دغه ګواښ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د مک کیل په ګډون د کانګرس څو غړو ته اجازه ورکړه چې دغو پټو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړي.

مک کال په یوه اعلامیه کې وویل، «دا کار له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه زموږ د کمیټې په تحقیقاتو کې یو بې‌ساری ګام دی. په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د بهرنیو چارو وزارت موافقه وکړه چې کانګرس ته د یوه مخالف چینل د لیدنې اجازه ورکړي. د معلوماتو په دې ټولګه کې، د کابل په سفارت کې د هغو کارکوونکو چې له سقوط مخکې هلته په [کابل] کې ول، د لومړي لاس معلومات او همدارنګه د وزیر بلینکن د اندیښنو ځوابونه شامل دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند (ودانت پاتل) تېره میاشت په یوه کنفرانس کې وویل: «د نن ورځې په لیک کې به موږ له رئیس مک کال او میکس (D-N.Y.)  څخه وغواړو چې د بهرنیو چارو په وزارت کې د مخالف چینل څخه لېدنه وکړي.»

د ټیلیګراف مخالف چینل، په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د خبرداري پیغام دی، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته له افغانستانه د وتلو د جدي پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

په هر حال، په دې محرم ټیلیګرام کې څه شی چې طبقه بندې شوي، د هغې په اړه نور جزیات ندي خپاره شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د محرمو اسنادو له کتلو سره موافقه کړې، چې د جوبایډن په مشرۍ ددغه هېواد حکومت، له شاوخوا دوو کلونو راهیسې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ګډوډ وتلو پر سر، د جمهوري غوښتونکو لخوا له سختو نیوکو سره مخ دی.

ورته لیکنې

Back to top button