د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې د چین دولت د شي جینپینګ د مشرۍ پر موده کې د تایوان د یو ځای کولو پروګرامونه د پخوا په پرتله په چټکې سره پرمخ بیایي.
ګارډین سهشنبه د اکټوبر پر ۱۸ راپور ورکړی، د بلینکن څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د چین کمونیست ګوند په تېره یوه لسیزه کې د خپل دویم کانگرس د رامنځته کولو لپاره ناسته جوړه کړې ده.
انتوني بلینکن د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له پخوانۍ وزیرې کاندولیزا رایس سره په سټنفورډ پوهنتون کې په خبرواترو کې ویلي، چې د چین او تایوان ترمنځ سوله او ثبات د څو لسیزو لپاره په بریالیتوب سره ساتل شوی؛ خو پکن په وروستیو کلونو کې خپل چلند بدل کړی دی.
شي جینپینګ د یکشنبې پر ورځ په یوه مهمه وینا کې په ښکاره توګه وویل، چې د چین د «ځوانولو» لپاره تایوان د هغه د پروګرامونو په چورلیز کې دی.
د تایوان پروړاندې د پکن د سیاست په اړه د بلینکن څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې تېرو څو میاشتو کې د دې جزیرې پر سر د امریکا او چین ترمنځ کړکېچونه د پوځي مانورو تر بریده رسېدلي دي.