ایران کې د اعتراضکوونکو له پراخو ځپلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د اعتراضکوونکو پروړاندې د ایران د دولت تاوتریخوالي ته د ځواب ورکولو لپاره د مناسبې لارې په لټه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن شنبه د اکټوبر پر ۱۵ یوه ټویټ کې د ایران د مدني ټولني له استازو سره له خپلې لیدنې خبر ورکړی دی.
بلینکن ویلي، چې په دې لیدنه کې یې د ایران د مدني ټولنې له غړو سره د اعتراضکوونکو پروړاندې د ایران د دولت تاوتریخجن چلند ته د ځواب ویلو لپاره د مناسبو لارو د موندلو په اړه د امریکا له هڅو خبر ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دغه لیدنه د هغه څه په تړاو، چې هېواد یې کولای شي له ایراني اعتراضکوونکو د ملاتړ لپاره ترسره کړي بحث شوی دی.
تهران کې د اخلاقي پولیسو له خوا له نیولو وروسته د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې د ایرانیانو اعتراض یوه میاشت مخکې پيل شو او لا هم دوام لري. د راپورونو له مخې تر اوسه د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا تر ۲۰۰ زیات اعتراضکوونکي وژل شوي دي.