بلینکن له افغانستانه د وتلو د اسنادو وړاندې کولو لپاره د امریکا استازو جرګې د احضاریې ټاکل شوی ضرب الاجل له لاسه ورکړ

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکا وتلو په تړاو د اسنادو وړاندې کولو لپاره د کانګرس د جمهوري غوښتونکو احضاریه، نقض کړې ده.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن، د جمهوري غوښتونکو لخوا د چهارشنبې په ورځ، (اپریل په ۱۹مه)، د امریکا استازو جرګې غونډې ته بلل شوی و، خو هغه په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړ.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند (ویدانت پټل) «The Hill» رسنۍ ته په خبرو کې ویلي، چې د راتلونکو ګامونو په اړه د استازو جرګې د کورني امنیت له کمېټې سره خبرې روانې دي.

هغه څرګنده کړې: «انټوني بلینکن وړاندیز وکړ، چې راتلونکې اونۍ به د هغې منځپانګې په تړاو رئیس او کمیټې ته توضیحات ورکړي.

بلخوا، د امریکا د استازو جرګې د کورني امنیت کمیټې رئیس، (مک کال) دفتر په دې اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې.

دا احضاریه د تېرې میاشتې په وروستیو کې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له خوا صادره شوه او د جمهوري غوښتونکو د هغو هڅو یوه برخه ده، چې له افغانستانه د بایډن د ادارې د ناسمې او مرګونې وتنې په تړاو څېړنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال، په دې وروستیو کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د وتلو په تړاو د اسنادو په وړاندې کولو کې په «ناغېړۍ» تورن کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې قضیه کې د کانګرس د احضاریې لپاره ټاکل شوي نیټې ته د هغه له لوري د پاملرنې هېڅ نښه نه ده ښودل شوې.

Back to top button