ترکیي چارواکي وايي، چې د داعش ډلې نوی مشر یې په استانبول کې نیولی دی.
بلومبرګ خپرونې راپور ورکړی، چې دا کس «ابوالحسن القریشی» نومېږي.
د ترهګرۍ کارپوهان وايي، قریشي له هغې وروسته د داعش نوی مشر شو، چې پخوانی مشر یې په مارچ کې ووژل شو.
بلومبرګ ټينګار کوي، نه شي کولای ثابته یې کړي، چې د ترکي پولیسو له لوري نیول شوی کس څوک دی؛ خو ترکي سرچینې ټينګار کوي، چې نیول شوی کس هماغه د داعش سرلاری دی.
هغوی زیاته کړې، چې اړین معلومات یې د ترکیې ولسمشر ته ورکړي او موضوع به راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.
په تېره فبرورۍ کې د امریکا ولسمشر د ابوبکر البغدادي د ځایناستي د وژل کېدو خبر ورکړی و. له دې یوه میاشت وروسته داعش دا خبر تایید کړ او د ابوابراهیم القریشي ځایناستی یې ابوحسن الهاشمي د دغې ډلې د نوي مشر په توګه وګوماره.