۸صبح، کابل: غزني کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د کتاب ویلو په سیالیو کې د دوو نجونو له خوا د لومړي او دویم مقام د ګټلو خبر ورکوي.
د کتاب ویلو سیالۍ د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې له ۱۸ ښوونځیو د ۸۰۰ زدهکوونکو ترمنځ درې ورځې مخکې په دغې ولسوالۍ کې د یوه ټولنیز او کلتوري بنسټ له خوا پیل شوې.
ځایي سرچینې یکشنبه د لړم پر ۲۹ وایي، چې د کتاب ویلو په دغو سیالیو کې له ګډونوالو نسرین محمدي او زینب محمدي لومړی او دویم مقامونه ترلاسه کړي دي.
موده مخکې هم په جاغوري ولسوالۍ کې د کتاب ویلو په سیالیو کې یوې زدهکوونکې لومړی مقام ګټلی و.