سرحدي نښتې؛ اسلام آباد: له طالبانو سره د خبرو په حال کې یو

۸صبح، کابل: د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له طالبانو ډلې سره د اختلافاتو د اواري په اړه د خبرو په حال کې دي.

ډان رپوټ ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پنجشنبې د لیندۍ په درېيمه په خبري ناسته کې له طالبانو سره د خبرو دوام تایید کړی دی.

هغې په اوونیزه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره تایید کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو لړ ستونزې شته.

بلوچ زیاته کړې: «دواړه لوري د خرلاچي سرحدي سیمې په ګډون سرحدي سیمو په اړه د منظمو ناستو په حال کې دي.»

به تېرو دوو اونیو کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونو ورکړل شوي چې په پایله کې یې دواړو لوریو ته تلفات رسېدلي دي.

پاکستان له طالبانو سره د خبرو په دوام، د سپین بولدک دروازه چې پر پاکستاني پوځیانو له برید وروسته تړل شوې وه د دوشنبې په ورځ بېرته پرانیسته.

د ویلو ده چې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې وضعیت لا هم عادي حالت ته نه دی ستون شوی. په دې ولسوالۍ کې دوې ورځې مخکې د نښتې له امله یو پاکستانی پوځي او یو طالب وژل شوي وو.

ورته لیکنې

Back to top button