۸صبح، کابل: د پاکستان او طالبانو تر منځ د سیاسي او سرحدي کړکېچ په دوام، سرچینو له دغه هېواده د څه باندې زرو افغان کډوالو د جبری شړلو خبر ورکړی دی.
په تورخم کې یوې باوري سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د چهارشنبې ورځ د تلې په ۵مه له ۸صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال تایید کړې چې دغه کسان یوازې په تېرو شپږو ورځو کې د پاکستان له لوري ایستل شوي دي.
د سرچينې په وينا، له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ هره ورځ په پراخه کچه روانه ده.
په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د وږي میاشتې له ۲۹ تر ۳۱ پورې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه تر یو زرو ۶۰۰ زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
خو یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د کړکېچ له امله دغه هېواد له یو میلیون څخه د زیاتو ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو پر بنسټ، د روان کال تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.