د افغانستان او ازبکستان د پولې په اوږدو کې د وضعیت په اړه د بورل او ضیایف اندېښنه

۸صبح، کابل: د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل د ازبکستان له ولسمشر میرضایف سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

هغه شنبې د لړم په ۲۸مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د وضعیت په هلکه د اروپايي ټولنې د اندېښنې په اړه خبرې شوې دي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان او ازبکستان د پولو په اوږدو کې وضعیت کنټرول د اروپايي ټولنې او ازبکستان د کار په چورلیز کې دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول زیاته کړې: «د اروپايي ټولنې لپاره زموږ د متحدینو اندېښنې مهمې دي، موږ غواړو چې په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړو.»

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر هم په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې د نړیوالو مسایلو، په منځنۍ آسیا کې د سیمه ییزو همکاریو، ل هغې جملې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.

دا نه ده روښانه شوې چې دواړه لوري د افغانستان د وضعیت او سرحدي سیمو په اړه څه اندېښنې لري.

له دې مخکې د تاجکستان په ګډون د افغانستان ځینو ګاونډیو هم ویلي وو چې د افغانستان او تاجکستان د پولو په اوږدو کې زرګونه ترهګر فعالیت لري.

Back to top button