ډوډۍ یا ازادي؟
لیکنه:روستایي

مراکشي لیکوال محمد شکري، یو کوچنی رومان د «الخبز الحافي (وچې ډوډۍ) په نوم لیکلی دی. دغه رومان د هغو ورځو شپو په اړه کیسې کوي چې د فرانسیسکو فرانکو په مشرۍ د اسپانیا استعمار پر مراکش واکمن و. او د هغو تر واکمنۍ لاندې، بېلابېلې تراژدۍ رامنځته کېدې. د روایت لحن دومره افشا کوونکی او خواشینونکی دی چې کېدای شي لوستل یې د هغو کسانو لپاره چې کمزورې او لطیفه روحیه لري، مناسبه نه وي او کېدای شي تر لسو کلونو پورې په عربي ژبه د یاد کتاب د خپرېدو د اجازې د نه لاسته راوړلو لامل یې، د عربي ادبیاتو له محافظه کارانه فضا سره د هغه نا انډولیتوب بلل شوی وي. یو له منتقدینو د محمد شکري د لیکنو په اړه ویلي و: «نوموړی یې په قلم نه لیکي، په خنجر یې لیکي» شکري یې په ځواب کې لیکلي و: «باید همداسې وي. ما چې له خځلو یا ګند غورځولو ځایونو ډوډۍ خوړلې او شپې او ورځې مې په سړکونو کې تېرې کړي دي، تمه لرئ د پروانو د کیسې په اړه تعریف وکړم؟» محمد شکري تر ۲۰ کلنۍ پورې لیکل او لوستل نشو کولای، خو یوې پېښې ټکان ورکړ او دا ددې لامل شو چې لیک لوست ته مخه کړي او ورپسې داسې یو کتاب ولیکي چې په څو دېرشو ژبو وژباړل شي او د نړۍ په کچه لوستونکي پیدا کړي.
سره له دې چې دغه کتاب د رومان په ډول لیکل شوی، خو په واقعیت کې د لیکوال ژوند لیک دی. لیکوال د هغه سړي داستان لیکي چې له اوږدې مودې لوږې او هر اړخیز فقر سره مخ دی او بدمرغه او له کړاونو ډک شرایط زغمي؛ په چاپېریال کې یې مخدره توکي او جرم و جنایت له حده زیات دي، فحشا ددې لامل کیږي چې ډېرې نجونې او ښځې یې له امله قرباني شي او ددې ترڅنګ، جهل، د ژوند د ترخو تجربو د دوام لامل کیږي. د لیکوال پلار چې عصباني مزاجه او په رواني ناروغۍ اخته دی، د خپلې کورنۍ له لګښتونه نشي راوتلی او هغوی یې پرېښي نو له همدې امله مور یې اړ کېږي په ناامنه او له فحشا او مخدره توکو ډک چاپېریال کې کار وکړي او لاسي توکي وپلوري او محمد شکري چې یو کوچنی ماشوم دی، د مسیحیانو بډایه خلکو له خځلو ډوډۍ راټولې کړي؛ ځکه چې د مسلمانانو له خځلو، د خوړولو لپاره څه نه ترلاسه کېدل.
ددغه رومان لوستل، د ډوډۍ او ازادۍ ترمنځ د ټاکنې بحث رامنځته کوي. آیا هغه څوک چې لوږه یې ځوروي او د یوې نمړۍ ډوډۍ د لاسته راوړلو لپاره له سهاره تر ماښامه پورې منډې وهي او زحمت ګالي، د عقلاني ټاکنو د نوم په اړه څه پیژني؟» ایا د هغه کس لپاره چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نشي کولای تامین کړي، فردي او عمومي ازادۍ څه مانا او مفهوم لري؟ بل لوري ته، ایا له ازادۍ او د استعدادونو او فردي مهارتونو نه په کاراخیستنې پرته، د ډوډۍ لاسته راوړل پرته له دې چې انساني کرامت ته زیان ورسېږي، امکان لري؟
د ټولنپېژندنې ایډیولوژۍ په دې باور دي چې د لوږي انسان لپاره ازادۍ دوهمه ټاکنه او په دوهمه درجه کې ده. هغوی له آزادۍ نه د لیبرالو تعریف مغشوش او ناقصه بولي او خلک د سیاسي نظام جوړولو ته رابولي چې د ټولنې د خلکو ترمنځ «برابري» تضمینوي او عدالت ټینګوي. کېدای شي دا باور د بې وزله او وروسته پاتې ټولنو د خلکو ترمنځ، زیات شمېر پلویان ولري. دا په داسې حال کې ده چې پرمختللې ټولنې چې د لوږې په نوم یې څه نه دي تجربه کړي، ازادۍ ورته تر ډوډۍ ډېر ارزښت ولري. سربېره پر ټولو، په دې اړه د لیبرالیستانو ادعا له کافي پیاوړتیا او وجاهت نه برخمنه ده او نشو کولای چې د هغوی ادعاوې رد کړو او هغه بې مانا وګڼو.
پر ډوډۍ د ازادۍ لوړ ګڼلو پلویان وايي ترهغې پورې چې انسان ازادۍ ته ونه رسېږي، وړتیاوې او ذهني استعدادونه یې له قوې په عمل نشي بدلیدلی. هغه انسان چې د ازادۍ تر سیوري لاندې پر دې بریالی شوی ترڅو هغه خنډونه چې عقل یې له کار نه غورځوي او اراده یې ورکمزورې کوي، حل کړي، په ډېرې آسانۍ کولای شي خپل ژوند مدیریت کړي او هم کولای شي د لوږې په دام کې له غورځېدلو نه ځان وژغوري. کافي ده دغه ټکي ته پام وکړو چې په تېرو وختونو کې، میلیونونو انسانانو د قحطۍ او لوږې له امله خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېره نیمه پېړۍ کې د قحطۍ له امله د مړینې کچه تر ډېره کمه شوې ده. سره له دې چې ملګرو ملتونو ویلي دي چې په تېرو څو لسیزو کې، په کلني ډول شاوخوا ۷۵ زره تنه په نړۍ کې د لوږې له امله لمنځه ځي، خو د لمنځه تللو دغه شمېر د لرغونو دورو په پرتله، ډېر لږ دی. دا باید په یاد ولرو چې کال تر کاله، د نړۍ نفوس مخ پر ډېرېدو دی، خو د قحطۍ او ډوډۍ نه موندلو له امله انساني تلفات کمیږي.
د ازادۍ پلویان وړاندې وايي، دغه پرمختګ دومره په آسانۍ ندی ترلاسه شوی بلکې د انسانانو لپاره د کافي خوراک د تامین په موخه د بشر د ټولییزو هڅو په پایله کې ترلاسه شوی دی. دا امر ښيي چې هرکله انسانان له ذهني او بدني پلوه ازاد وي او اراده او وړتیاوې یې له کار نه نوي لوېدلي، کولای شي ستونزې شاته پرېږدي او د خپل او نورو انسانانو د ژوند د ښه والي لپاره نوې حلارې ومومي.
د بېلابېلو ټولنو د تاریخ لوستل ددې امر ښکارندویي کوي چې خلکو د ازادۍ او انساني کرامت لپاره مبارزه کړې ده، او دا مبارزه له ځانه سره ښېګڼې درلودلي او له ځان نه یې پایداره رول پرېښی دی او په دې توګه سعادت او د ژوند آسانتیاوو ته رسېدلي دير هغه شمېر هېوادونه چې یاد قانون یې پلی کړي او ښاروندان یې له بې شمېره عمومي آزادیو برخمن دي، له اقتصادي او صنعي پلوه د پرمختللو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي او د اوسېدونکو د ژوند کچه یې په مراتبو د نورو هېوادونو په پرتله په ښه وضعیت کې دی.
په مقابل کې، هغه شمېر هېوادونه چې قانون په هغو کې نه پلي کېږي او له ازادیو نه د ملاتړ لپاره قانوني لارې چارې په نظر کې نه نیول کېږي، په وروسته پاتې هېوادونو کې شمېرل کېږي. له همدې امله، کولای شو ووایو چې ازادي د هېوادونو په اقتصادي پرمختیا کې ټاکوونکی رول لوبوي او که چېرې ملتونه وغواړي د فقر او لوږې له شر نه خلاصون ومومي، باید د هغو لارو چارو د تنظیم په اړه فکر وکړي چې د ښاروندانو لپاره د لا زیاتو ازادیو زمینه برابره کړي او د هغو د ژوند د ښه والي په برخه کې لاپسې هڅې وکړي.
په شلمه پېړۍ کې د انحصار غوښتونکو او دیکتارو نظامونو تجربو د نړۍ ډېرو هېوادونو ته دا موضوع روښانه کړې چې له ازادۍ پرته، ډوډۍ هم په خطر کې ده. هندي سیاستوال مینو ماساني، یوځلي لیکلي و چې له شک پرته هغه کسان چې د غلامانو په توګه ژوند کوي یا هم له ازادۍ نه بې برخې دي، ایا ښه خوراک به وکړي او له مناسبې تغذیې نه به ګټه واخلي. اصلا ولې باید حکومت مزدورانو ته مناسب خوراک ورکړي؟ مصریانو به د فرعون په وخت کې، ډېر شمېر غلامان به یې د اهرام د جوړولو لپاره په کار ګمارل، او له هغوی سره به یې بد چلند کاوه؛ هغوی به یې د اهرام د جوړولو لپاره وهل ټکول او د هغوی ډیری به په یاده لاره کې له منځه تلل.
سربېره پر دې، کوم انسان چې د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره خپله ورځ شپه کوي او خپلې ازادۍ، برخلیک او راتلونکي ته ارزښت نه ورکوي، داسې یو انسان دی چې د غلامۍ ژوند لري او فرمان برداره دی او ظالم مشران چې هر لوري ته یې زړه وغواړي، هڅوي. له شک پرته چې دیکتاتوران او عالم زورواکي هڅه کوي خلک د خپلو لومړنیو اړتیاو ته په احتیاجۍ حالت کې وساتي ترڅو هغوی په خپلو ذهنونونو کې لوړ خوبونو ته ځای ورنکړي او د ظالمو حکومتونو لپاره ګواښ پېښ نه کړي. څوک چې ازادي نه لري، هېڅکله نشي کولای د لوږې د له منځه وړلو لپاره د خوراک د نه لاسته راوړلو په وخت کې اعتراض وکړي او له واکمنو نه ډوډۍ وغواړي. له ازادۍ پرته، ډوډۍ ته لاسرسی ستونزمن کار دی او همداراز انساني کرامت ته زیان رسوي. هغه انسان چې نه ډوډۍ لري نه کرامت، انسانیت یې زیان لیدلی دی.