د « برید جنرال» دیپلومات تسلیمي
سپین ګل

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي، پرون تر هغې وروسته چې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه لیک کې له دندې د لیرې کیدو غوښتنه ورڅخه وکړه، له دغه لیک څخه اطاعت وکړ او خپله څوکۍ یې د طالبانو سرپرست جنرال کونسل عبدالرحمان فدا ته وسپارله.
ښاغلی عزیزي تر دغې دیپلوماتیکې دندې مخکې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ مرستیال پاتې شوی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فرمان یې ملکي رتبه د برید جنرالۍ په پوځي رتبې بدله شوې وه.
عزیزي کلونه مخکې، د ویکپیډیا او ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل خپاره کړي ژوند لیک په یوه برخه کې لیکلي وو، چې دی د کندهار ښار په یوه « دیني» او « روښانفکره» کورنۍ کې زیږیدلی دی.
هغه د خپلو زده کړو او وړتیاوو په معرفۍ کې د پېښور پوهنتون د ماسټرۍ او پر اردو ژبې د حاکمیت ترڅنګ بېلابېل پوهنتونونه او څانګې یادې کړي او ادعا کړې، چې هیڅ سیاسي ګوند او سازمان سره تړلی نه دی.
د ښاغلي عزیزي په ژوند لیک کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري، هغه ته د مډال، ستاینلیک، پوځي رتبې او بېلابېلو مهمو دندو د سپارلو یادونه شوې او څرګنده شوې، چې هغه د حامد کرزي له شبکې سره تړاو لري.
ښاغلی عزیزي تر دغو دندو مخکې، په کندهار کې د ټاکنو کمیسیون رئیس، په کندهار او ننګرهار کې د پخواني والي ګل آغا شېرزي د دفتر رئیس او د هغه د « پاچاهۍ» اصلي واکدار هم یاد شوی.
هغه د رسمي دندې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو او په ځانګړي ډول د نیشه یي توکیو او رسنیزو فعالیتونو په برخه کې ګڼې پروژې او اینجویي هڅې هم لرلې، چې چارې یې وروڼو او خپلوانو مخته وړلې.
د رتبې د تعدیل له مخې، دغه « برید جنرال» په ۲۰۱۹ میلادي کال کې، له طالبانو سره د امریکا د سولې مذاکراتو سره هم مهاله، په انګلیسي ژبه « د افغانستان د امنیت لپاره د یوه افغان جنرال ستراتیژي» په نوم یوه لنډه مقاله خپره کړه، چې د نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ یې پکې طالبان د پاکستان له لوري رامنځته شوې ډله وګڼله.
په دې مقاله کې ټینګار شوی و، چې طالبان د امریکا او افغانستان ګډو ځواکونو ته ماتې نه شي ورکولای او د زلمي خلیلزاد په هڅو طالبانو سره د سولې مذاکرات افغانستان ته د « تلپاتې سولې» شرایط رامنځته کولای شي.
مسعود عزیزي غوښتنه کړې وه، چې دغو شرایطو سره د همکارۍ لپاره د طالبانو د اړ ویستو لپاره باید پر دغې ډلې د پوځي فشار ترڅنګ، ټولنیز فشار هم راوستل شي او په دې برخه کې دې ځوانان د افغانستان د اکثریت قشر په توګه مهم رول ولوبوي.
د مقالې لیکوال، خپله دا مقاله تراوسه د خپلې ټویټر پاڼې په لومړي سر کې ځړولې او ډونالډ ټرمپ، زلمی خلیلزاد، حامد کرزی او عمر زاخېلوال یې پکې مینشن کړي دي. دا کسان تقریباً ټول د خلیلزاد د سولې پروسې ملاتړي وو او په لږو لفظي بدلونونو یې په دې برخه کې یوې اجنډا ته کار کاوه.
ښاغلی عزیزي د داسې شالید، باورونو او طالبانو ته د افغانستان د کونسلګرۍ له سپارلو سره، ډېرو پوښتنو ته مخامخ دی.
عزیزي د نیشه یي توکیو پر ضد مبارزه او د ښې حکومتولۍ د تامینولو په برخه کې د خپلو ادعا کړو مهمو لاسته راوړنو مرکز د طالبانو د بیا را پورته کیدو سیمه (کندهار) یادوي؛ دغه راز « د افغانستان د امنیت لپاره د یوه افغان جنرال ستراتیژي» هغه هم په یوه کوچنۍ انګلیسي مقاله کې په داسې مهال( ۲۰۱۹) خپروي، چې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ جوړولو دنده یې نوره پای ته رسیدلې او طالبان د افغانستان پر لسګونه ولسوالیو واکمن شوي او امریکا سره د سولې د مذاکراتو مېز ته ناست دي.
نوموړی، چې په کندهار کې د طالبانو خلاف د جګړو د مشهور قومندان ګل آغا شېرزي ښی لاس و، په هغو شرایطو کې په هره تمه او دلیل چې و، د افغان سولې لپاره د خلیلزاد د هڅو په یوه لابي ګر بدل شوی او داسې یې ښوده، چې ګواکې د طالبانو له لومړي نسکوریدو وروسته د کندهار یو عادي اوسیدونکی او کاملاً بې پلوه کس و.
په داسې حال کې، چې تر دې مخکې په خپاره کړي ژوند لیک کې یې ځان هم د ټاکنو مدیریت کوونکی، هم د نیشه یي توکیو د تش په نوم مبارزې اتل، هم د نا لیدل شوې ښې حکومتولۍ حاکمونکی، هم د یوه هېواد د پولیسو د پلان او پالېسۍ طراح او هم له متحده عربي اماراتو غوندې مرموز هېواد سره د دیپلوماتیکو اړیکو د تامینولو تر ټولو حقدار ګڼلی و!
د دغه« برید جنرال» جنرال کونسل د زده کړو او دندو د متضادو جغرافیوي او مسلکي موقعیتونو په اړه هم زیاتې پوښتنې موجودې دي.
عزیزي د طالبانو د ظاهراً پوځي او دیپلوماتیک بریالیتوب دواړو پر وړاندې یو ماتې خوړلی مسوول مقام دی. هغه په افغانستان کې د پولیسو د پلان او پالېسۍ مسوولیت او په متحده عربي اماراتو کې، چېرته چې مخکینی ولسمشر اشرف غني مېشت دی، د افغانستان د کونسلګرۍ د ساتلو مسوول و.
د طالبانو پر وړاندې د جمهوري نظام د پوځي سقوط پر مهال دا خبره توده وه، چې ځینې لوړپوړي چارواکي، سیاسي مشران او بهرنیان افغان جنرالان په ټلیفون طالبانو ته د سیمو په سپارلو مکلفوي. اوس، طالبانو ته د ځینو افغان دیپلوماتیکو مرکزونو له سپارلو سره عین پوښتنه مطرح کیږي، چې کوم جنرال کونسل، کوم سفیر او بل دیپلومات د کومې سیاسي ډلې یا هېواد اړوند کس و او د چا په اشاره طالبانو ته دیپلوماتیک مرکزونه تسلیموي؟
مسعود عزیزي هم په دې سلسله کې، باید د ځان په اړه د بې کفایتۍ یا معاملې او تسلیمۍ له قضاوتونو، یو قضاوت خامخا ومني، ځکه د افغانستان له وروستیو بدلونونو سره ډراماتیک مزل او کرکټر یې همداسې قضاوتونو ته زمینه برابره کړې ده.
خلک پر دې د پوهیدو حق لري ، چې څنګه پرله پسې د نوموړي په شان او د ده په شان د « دیني» او « روښانفکره» کورنیو اولادونه پرې واکمنانیدل. د ورځې په مود یې د افغانستان کلیوالو سیمو کې سرې نیکټایۍ تړلې ، خو د طالبانو د ترهګر او غیر مشروع رژیم تش په نوم استازي ته د کونسلګرۍ سپارلو پر وخت له هغه څخه هم په خوار کلیوال لباس کې ورسره کیناستل او په ډېر عجز او احترام یې د یوه هېواد د سیاسي استازیتوب مرجع د ټولو دیپلوماتیکو او حقوقي اصولو او ملي مسوولیتونو خلاف ور ته تسلیماوه!
خلک په تمه دي، چې ښاغلی عزیزي که په انګلیسي نه وي، په پښتو او دري ژبو ورته مقالې ولیکي او پوښتنو ته یې ځوابونه ووایي.
سرچینې:
https://8am.media/the-taliban-dismissed-the-afghan-consul-general-in-the-united-arab-emirates/1:
۲:
https://nationalinterest.org/feature/afghan-major-generals-strategy-securing-afghanistan-44307
۳:
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF_%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF_%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2%D9%8A