نړیوالو رسنیو د روسیې د بریدونو پروړاندې د اوکراین د پیاوړي کولو لپاره د بریتانیا د ۳۰۴ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.
الجزیرې راپور ورکړی، چې د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر دوشنبه د ډسمبر پر ۱۹ په یوه بیانیه کې اوکراین ته د دغه هېواد د مرستو نوې بسته تایید کړې ده.
د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر د بیانیې له مخې د مرستو په دغه بسته کې سلګونه زره توغندي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اوکراین د توغندیزو مهماتو ثابت بهیر تضمینوي شامل دي.
ټاکل شوې د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سونک د مرستو دغه بسته د نن ورځې په پای کې د لېږل شویو ځواکونو د مشرانو په ناسته کې په لتوانیا کې اعلان کړي.
د لېږل شویو ځواکونو یا JEF ناسته د دنمارک، استونیا، فنلنډ، ایسلنډ، لیتوانیا، هالنډ، ناروي، سویډن او بریتانیا د مشرانو په حضور نن ترسره کېږي.
کيیف سره د ترسره شویو مرستو د شمېرونکی بنسټ، کیل موسسې د موندنو له مخې بریتانیا پر اوکراین د روسیې د برید له پيل راهیسې له دغه هېواد سره ۷.۴۳ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.