خپلو وګړو ته د بریتانیا خبرداری: افغانستان ته سفر مه کوئ

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه له اندېښنو وروسته، د بریتانا دولت یو ځل بیا له خپلو وګړو غوښتي دي چې افغانستان ته ولاړ نشي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پرمختیا دفتر (FCDO) د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه، افغانستان ته د خپلو وګړو د سفر په اړه یو سپارښتنلیک خپور کړی دی.
په دې برخه د بریتانیاد محدودیتونو لامل، ددغه هېواد اوسېدونکو لپاره د نړیوال ترهګریز ګواښ زیاتوالی بلل شوی دی.
خپلو وګړو ته د بریتانیا د دولت په سپارښتنلیک کې راغلي دي: « افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه ندی. د هوايي ډګر په شاوخوا کې، د مذهبي ځایونو دننه او شاوخوا او د اخترونو په جریان کې د ترهګریزو پېښو ګواښ شتون لري. ددې هېواد ټولو سیمو ته سفر کول ګواښ پېښوي او کېدای شي پولې خلاصې نشي.»
بریتانیا دغه راز ویلي دي چې اوسمهال ددغه هېواد هېڅ قونصلي چارواکی په افغانستان کې نشته او په دې برخه کې د مرستو وړاندې کولو لپاره زمینه برابره نده.
ددې هېواد د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا دفتر خبرداری ورکړی چې د بریتانیايي وګړو د نیول کېدو ګواښ زیات شوی او کېدای شي د بریتانیا دولت د دا شان نیول کېدو په اړه بې خبره پاتې شي.
بریتانیا د ترهګریزو ګواښونو د زیاتوالي له امله افغانستان ته د سفر په اړه دغه ګواښ په داسې حال کې ورکړی دی چې طالبانو تل دا ګواښونه رد کړي دي.
سربېره پر دې، مایلز راتلچ، کوین کورنول او د بریتانیا یو بل وګړی چې په کابل کې د یوه هوټل خاوندان وو، د روان کال د جنوري په لومړیو کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شول چې له هغې وروسته د طالبانو له لوري د بهرنیو وګړو د نیول کېدو او زندانی کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې.
له هغې وروسته، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر سویلا براورمن، د یکشنبې په ورځ د وری په ۱۳مه، له سکای نیوز سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره ددغو بریتانیایي وګړو د خوشې کېدو پر سر خبرې پیل شوي دي، خو تر دا مهاله چې څو مېاشتې د هغو له نیول کېدو تیریږي، ددغو وګړو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
بریتانیا وروستي ځل د روان کال په غوايي مېاشت کې افغانستان ته د سفر په اړه خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و.