خوست کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو درې وروڼه ووژل شول

۸صبح، خوست: خوست ولایت کې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې درې وروڼه وژل شوی دی.
له خوست څخه سرچينې وايي، چې دغه درې وروڼه دوشنبه د سلواغې پر ۲۴ غرمهمهال د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې خپل کور ته څېرمه د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.
سرچينو زياته کړې، چې بريد کوونکي د دغو درېيو وروڼو له وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه دي روښانه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ویلو ده، چې په دې وروستيو کې په خوست کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
په تېره یوه میاشت کې په ورته پېښو کې پنځه کسان وژل شوي دي.