کمپبل: په افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنه به د استرالیا پوځ پیاوړی کړي

وروسته له هغه چې یوه قاضي په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړي ځواک پر یوه پوځي جنګيالي جنایت ثابت شو، ددغه هېواد پوځ، له نیوکو سره مخ شوی دی.

ګارډین ورځپاڼې د جون په ۱۶مه، د استرالیا د پوځ د لوی درستیز (انګوس کمپبل) له قوله ویلي چې پوځ به په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه، د یوې تاریخي پلټني د جنجالي موندنو په سره پياوړی ښکاره شي.

کمپبل، چې د ټولنې د ځینو غړو او ځانګړو ځواکونو ترمنځ د نیوکې سرچینه ګرځېدلې، وویل، څېړنې به د وخت په تېرېدو سره پر پوځ مثبت اغېز وکړي.

هغه زیاته کړه: «د تحقیقاتو د مشر او د افغانستان په اړه د تحقیقاتي راپور د اصلي لیکوال په توګه باید ووایم، چې دغه راپور په افغانستان کې زموږ د پوځي تجربې ډېر متضاد اړخونه په ډاګه کړي دي.»

د استرالیا د ځانګړو ځواکونو چلند، وروسته له هغه تر بیا کتنې لاندې راغی، چې ددې هیواد فدرالي محکمې، په افغانستان کې د استرالیا ترټولو غوره ژوندي پاتې سرتیري (بین رابرټس سمیت) د جنګي جرمونو دوسیه پرانیستله.

څو ورځې وړاندې فدرالي قاضي (انتوني بیسانکو)، رابرټس سمېت په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژنه مجرم وګاڼه.

د دغه هېواد فدرالي قاضي موندلې چې لږ تر لږه ۲۵ اوسنيو یا پخوانيو استرالیايي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال، د ۳۹ کسانو په ناحقه وژنه او له دوو نورو سره، ناوړه چلند کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، له SBS سره په مرکه کې اسټرالیايي پلټونکو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي او ددغه هېواد د پوځیانو د جنګي جنایاتو په اړه، په «رښتیني» ډول تحقیقات وکړي.

داسې راپورونه هم شته چې د استرالیا حکومت په پام کې لري، چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له خوا د جنګي جنایتونو قربانیانو ته، د تاوان ورکولو پر چاره غور وکړي.

Back to top button