کاناډا په متحده عربي اماراتو کې مېشتو ۱۰۰۰ افغان کډوالو ته پنا ورکوي

۸ صبح، کابل: د کاناډا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د متحده عربي اماراتو په همکارۍ، هغو ۱۰۰۰ افغان کډوالو ته، چې د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وروسته، په متحده عربي اماراتو کې مېشت شوي، په کاناډا کې د استوګنې زمینه برابره کړي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزير (شان فريزر) د جمعې په ورځ (د غبرګولي په پنځمه) اعلان وکړ، چې د کاناډا حکومت له متحده عربي اماراتو سره ددغو کډوالو د لېږد او مېشتولو په اړه موافقې ته رسېدلې دي.

هغه زیاته کړه: « ددې همکارۍ له مخې، په نننۍ چارټر الوتنې سره، له ۶۵۰ څخه ډیر افغان وګړي د کاناډا ټورنټو ښار ته رسېدلي او دوی به د کاناډا په شاوخوا ۱۵ برخو کې لکه: کینګسټون، سنټ کاترینز، ټورنټو او ونکوور شامل دي، کې ځای پرځای شي.»

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو په همکارۍ، دغه هیواد په ۲۰۲۲ کال کې، په دریو چارتر الوتنو کې، ۹۰۰ افغان کډوال لېږدولي.

د ښاغلي فریزر په وینا، د کاناډا حکومت به له ننګونو سره سره، د ۲۰۲۳ کال تر پایه، د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ وي.

تر اوسه ۳۲ زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي او سلګونه نور په درېیمو هېوادونو کې، دغه هېواد ته د لېږدېدو په تمه دي.

Back to top button