په میدان وردګو کې د مالدارانو سره د هالنډ کمیټې نغدي مرسته

۸صبح، میدان وردګ: په میدان وردګو کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (DCA) په دغه ولایت کې مالدارانو ته نغدي پیسې وویشلی.
په ميدان وردګو کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست نن دوشنبه ( د غوایي په ۲۵مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز او جلريز، چک، جغتو، سيد اباد او دايميرداد ولسواليو کې پر مالدارانو نغدي مرستې وېشل شوې دي.
د هغو مالدارانو شمېر چې نغدي مرسته یې ترلاسه کړې، ټولټال ۶۰۰ کسان دي.
هر مالدار ته ۲۵۵۰ افغانۍ وویشل شوې، چې په مجموعي ډول ۱ یو میلیون پنځه لکه او ۳۰ زره افغانیو ته رسیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده نغدي مرسته د مالدارانو لخوا خپلو مالونو ته د خوراکي توکو د برابرولو او د مالدارانو د هڅونې په موخه ووېشل شوه.
د میدان وردګو ډېری اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي.
وروستیو وچکالیو د میدان وردګو په مرکز او ولسوالیو کې مالداران د خپلو څارویو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.