د بېوزلۍ د زیاتوالي لاملونه
لیکوال: محمد ناصر محمدي، ژباړن: م. ظریف صمیم

بېوزلي، د اساسي اړتیاوو د برابرولو په برخه کې، د انسان بېوسۍ ته وېل کېږي.
بېوزله هغه څوک دی چې په ټولنه کې د ژوندانه د ټولو یا یوې برخې اړتیاوو لکه، ډوډۍ، جامو، کور او نورو اړتیاوړ توکو څخه بې برخې وي.
د بېوزلۍ د زیاتوالي په اړه ډېر نظریات شته دي او په اړه یې زیات بحثونه شوي دي؛ خو ښايي چې د هرې ټولنې د جوړښت له مخې توپیر ولري. د بېوزلۍ یوه اساسي ریښه، د سرچینو نشتوالی دی، خو ځینې بیا وايي چې خلک له دې امله بېوزله دي چې تراوسه یې آزاد اقتصاد، سیالي او آزاد بازار یې نه ښه درک کړی او نه یې سم تجربه کړی دی. د ځینو نورو کارپوهانو په اند، د لوږې او بېوزلۍ لامل د وګړو زیاتوالی دی چې په اوږده مهال کې دا ستونزه لاجدي کېږي؛ ځکه هر څومره چې د وګړو شمېر زیاتېږي، شته امکانات د ډېرو خلکو ترمنځ وېشل کېږي او هر چا ته کمه ونډه رسېږي. خو ځینې بیا اوبه او هوا د بېوزلۍ نور لاملونه بولي.
یو شمېر نور کارپوهان په دې نظر دي چې د ځینو وګړو د بېوزلۍ لامل د دوی نه کارندوالی دی؛ ځکه نو هغوی د بېوزلۍ وړ دي. خو زیات شمېر بیا په دې باور دي چې ټولنه د بېوزلۍ له امله له زبېښاک (استثمار) سره مخامخ کېږي. د ټولنې اضافي ارزښتونه د پانګوالو له خوا چور تالان کېږي او دا بېوزلي دوام کوي؛ ځکه هرڅه چې ترلاسه کېږي د یو شمېر ځانګړو وګړو جیبونو ته ورځي.
پاول مارک هنري د (بېوزلي، پرمختګ او ودې) په نوم کتاب کې د بېوزلۍ لاملونو په اړه وايي: «په ډېری موردونو کې طبیعي ناخوالې؛ لکه وچکالي، سېل او زلزله، یا ټولنیزې پېښې لکه جګړه، سیاسي ګډوډي او د ناوړه اقتصادي نظام ځوړتیا او د وړتیاوو کمښت، ښايي آن د ځوان کاري ځواک لپاره، د کار زمینه لږه کړي او له بېوزلۍ سره یې مخامخ کړي.
پوهانو د بېوزلۍ په اړه بېلابېل نظریات وړاندې کړي. یو مشهور نظر د بېوزلۍ د کړۍ تیوري ده. ددې نظریې له مخې، د بېوزلۍ لومړي او اصلي لاملونه کمه شتمني، کم عاید او کمه سپما ده چې د نابرابرۍ په تېره بیا د سیمه ییزې نابرابرۍ، تولیدي شتمنیو؛ لکه ځمکه او مالي او فزیکي پانګې کمښت دی، چې له ځانه وروسته نسلونو ته لېږدول کېږي.
ځینې پوهان، شخصي لاملونه؛ لکه فزیکي او نامناسب روحي شرایط چې د کار په بازار کې د سیالۍ نه کولو لامل کېږي، د بېوزلۍ لامل ګڼي. ځینې نور بیا ټولنیز عوامل لکه د زده کړې، مسلک او پوهې د کچې ټیټوالی د بېوزلۍ د عواملو په توګه یادوي چې دا تر ډېره د ټولنې د اقتصادي نظام له امله دي. خو ویلای شو چې له اقتصادي پلوه د بېوزلۍ مهم لاملونه دوه دي، کمښت او مالکیت. په دې مانا چې په ډېری ټولنو کې هرڅه په کافي اندازه موجود نه دي او له عرضې تقاضا ډېره ده؛ په پایله کې هرڅه چې د ژوندانه لپاره اړین او کم دي، اقتصادي ارزښت پيدا کوي او کله چې ارزښتمن شي، په ډېری هېوادونو کې، د لږ شمېر وګړو په واک کې وي او زیات شمېر نور ترې بې برخې کېږي. له هغې وروسته ښايي هغه خلک چې دغو توکو ته یې د لاسرسي امکان نه وي، د بېوزلۍ احساس وکړي.
ویلای شو چې کله خو په خپله وګړي د ځان د بېوزلۍ لامل کېږي، په دې توګه چې په ژوندانه کې ورته لازم امکانات موجود وي او د پرمختګ زمینه ورته برابره وي؛ خو دغه وګړي هڅې او هاند نه کوي. ډېری ارواپوهان دا لامل تاییدوي او په خپله وګړي ګرم بولي؛ خو ټولنپېژاند معمولا باور نه لري چې بېوزلي دې د وګړو د شخصي چلند پایله وي. که څه هم موږ ځان د ټولنیز چلند مسوول یوو، خو ټولنپېژاند هڅه کوي ثابته کړي چې د وګړو داسې ټولګه شته چې د یوې ښکارندې په توګه د بېوزلۍ مسوولین دي.
د بېوزلۍ د زیاتوالي لاملونه
د بېوزلۍ د رامنځته کوونکو لاملونو ترڅنګ، ځینې نور عوامل شته چې بېوزلۍ ته لمن وهي او هغه زیاتوي؛ د بېلګې په توګه:
ټولنیز دودونه:
ټولنیز دودونه په تېره بیا د بېوزله هېوادنو په کلیوالیو سیمو کې چې لوړ لګښتونه لري، لکه ولور، د واده لپاره لګښت او په ټول کې د خوښیو او غم په مراسمو کې لوړ مصارف او د پیسو لګول دي.
مصیبتونه:
مصیبونه ډېر ډولونه لري، ځینې یې د بشر له خوا رامنځته کېږي، لکه غلا، وژنه، جګړه، شکنجه، د نورو د محصولاتو د تخریب او یا ترلاسه کولو له لارې ځورونه او له خپلو حقونو د دوی بېبرخې کول. ځینې بیا طبیعي مصیبتونه دي چې رامنځته کېږي، لکه سیلابونه، زلزله، د نباتي ناروغیو خپرېدل، انساني ناروغۍ او لوږه بیا نور مصیبتونه دي.
جسمي کمزوري:
جسمي بېوسي له درېيو لاملونو سرچینه اخلي؛ ناروغي، د امیندوارۍ دورې مسایل او بېلابېلې پېښې. اغیزې یې هم له دوو اړخونو د پام وړ دي:
لومړی، د لویانو د کاري ځواک کمزوري یا کمښت، د عوایدو د کمښت او د کورنۍ د اړتیاوو د نه برابرېدو لامل کېږې، له بلې خوا ډېری درملنې لوړ لګښت لري چې یوه ناروغ لرونکې کورنۍ په اوږده مهال کې له بشپړې بېوزلۍ سره مخامخ کېږي.
نااړین لګښتونه:
دا ډول لګښتونه هم ډېر ډولونه لري، لکه د څښاکو او نشهیي توکو پېرل، قمار او دې ته ورته نور هغه لګښتونه چې د مناسب ژوندانه لپاره اړین نه دي.
دا هغه موارد دي چې په ننۍ نړۍ کې، په پراخه توګه ترسترګو کېږي او په ډېری ټولنو کې په پېچلې ستونزې بدل شوي دي. دا لګښتونه ښايي د رشوت، نامناسبو تړونونو او شخصي حسابونو په چوکاټ کې هم وشي او یا ښايي د زدهکړې، یا تدریس په بدل کې ورکړل شي؛ ځکه ثمر ته تر رسېدو یې ګټه ناڅرګنده وي.
په ټول کې باید ووایو چې د پوهې د کچې لوړول او د وګړو لپاره د کاري زمینو برابرول، د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لامل کېږي. دغه راز هغه وخت په ټولنه کې بېوزلي او اقتصادي نابرابري کمېدای شي چې نظامونه اقتصادي او ټولنیز عدالت په ټولنه کې واکمن او پر خلکو تکیه وکړي؛ د دوی له کاري وړتیا ګټه پورته کړي او له سرچینو په سمه توګه کار واخلي. وروستۍ داچې ښایي بنسټیز لامل ددې، چې بېوزلي له منځه ولاړه شي، د وګړو دا شعوري وده وي، چې د خپلې هرې اړتیا او غوښتنې لپاره، پر عقل او پلان ولاړ کار او تلاش وکړي. او هېڅکله د وړیا څه ترلاسه کولو، فکر او دریځ خپل نه کړي.