د سپتمبر ۲۷ مه، د ګرځندوی نړیوالې ورځې سره برابره چې د لومړي ځل لپاره دغه ورځ په نورستان ولایت کې، د ملې پارک له نومولو روسته، لمانځل کېږي.
په هېواد کې له څو لسیزو جګړو او په اوسني وخت کې چې کرونا ویروس په نړیوالې ښکارندې بدل شوی، سره له دې زرګونه سیلانیان د هېواد په نورو سېمو سربېره نورستان ته هم ورځي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فضل الحق خالقیار وایي چې ګرځندوی د نړی دوهم صنعت دی چې باید د غوړېدا لپاره یې هڅې وشي.
خالقیار زیاته کړه: «د نورستان هره سیمه او دره او په واما ولسوالۍ کې د اندرکون بڼ، د لېدلو وړ دی چې ډېری سیلانیان ورځي.»
نوموړی وايي چې ګرځندوی صنعت په نړۍ کې د موټرو له صنعت وروسته، دویم لوی صنعت دی چې په زیاته اندازه د هیواد بودیجی ته ترې عاید ترلاسه کېږي.
د نورستان والي ډاکټر عبدالغفور ملکزي وویل چې هڅه کوي دملی پارک لپاره دلته ډیرې پروژې پلي کړي.
نوموړيد اندرکون او یو شمېر نورو سترو بڼونو یادونه وکړه چې په وینا یې د سیلانیانو لپاره په نورستان کې تر ټولو زیات زړه راښکونکي منظرې لري.
ملکزي د نورستان پرمېرمنو هم غږ وکړ چې لاسی صنایعو تهوده ورکړي چې دا صنعت ځانګړی شهرت پیدا کړي او ورته د بازار موندې ژمنه هم کوي.
د نورستان د ولایتي شورا رئیس بیا له مرکزي حکومته، دغه ولایت ته د ځانګړي پاملرنې غوښتنه کوي.
د ولایتي شورا ریس انجینر سعادالله پاینده زوی، نورستان د ګرځندوی له پلوه له زړه راښکونکو سیمو لرونکو ولایت وباله او په مرکزي حکومت یې غږ وکړ چې نورستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
پاینده زوي وویل چې نورستان اوس یو مصرفي ولایت دی او هڅه کېږي چې ددې ولایت طبیعي منظرو،پاکو اوبو او کانونو دولت ګټه پورته کړي نورستان په عایداتي ولایت بدل شي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د لاسي صنایعو، د نورستان د محلي خوړو او د کرنیزو تولیداتو له نندارتونهلیدنه وکړه.
که څه هم نورستان ته لسګونه کیلو متره خامه لارهغځېدلې او نه هم د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوي لري خو سره له دې د تیر کال په پرتله سږ کال دغه ولایت ته زیات سیلانیان ورغلي وو.
افغانستان د طبیعي سیمو د لېدلو لپاره ۱۴۰۰ سیمې لري چې له تاریخي،فرهنګي او جغرافیوي موقعیت له پلوه ډېر ارزښت لري.
د نورستان ترڅنګ بدخشان او بامیان هغه ولایتونه دي چې ډېر کورني او بهرني سیلانیان د لیدلو لپاره ورځي.