۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په بازارونو کې د کتابونو په خپرولو محدودیتونه لګولي دي
باختر اژانس خبر ورکړی، چې طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال مهاجر فراهي دوشنبه د کب مياشتې پر لومړۍ ېيټه د دغه وزارت د کتابونو د څېړنې کمېسيون له غړو سره په لیدنه کې وويل، هغه کتابونه چې د «افغانی» او اسلامي ارزښتونو مخالف دي باید خپاره نه شي.
فراهي ويلي، له کتنې وروسته د هغه کتابونو د پلورلو اجازه ورکړل شوې، چې د «افغاني ټولنې له دودونو سره سم» وي.
د طالبانو پر کتابونو د څارنې کمېسیون وايي، د کابل د کتابونو په بازار کې د ځینو کتابونو سرلیکونه له اسلامي ارزښتونو او د هېواد له «ملي ګټو» سره په ټکر کې دي او باید د هغوی پر خپرولو بندیز ولګول شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې بندیز کې د شاملو کتابونو د محتوا په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.
خو یو شمېر ښاریان دا اقدام د کتابونو د بازار سانسور ګڼي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر کتابونو د څارنې کمېسیون په پرلهپسې ډول د کابل د کتاب پلورنځيو په څارني سره د کتابونو نړۍ ته سانسور بیا راګرځولی دی.