د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ: له کار څخه د ښځو بې‌برخې کول به ماشومان کار کولو ته اړ باسي

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د ښځو د کار په ممنوعیت سره ښایي ماشومان اړ شي پر سړکونو، کارخونو او یا د خلکو په کورونو کې کار وکړي.

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ شنبه د مرغومي پر ۱۷ ویلي، چې په دولتي او غیردولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار د بندیز له امله افغانستان کې د خپلو فعالیتونو درولو ته اړ شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سازمان د اغېزناکو خدماتو د وړاندې کولو لپاره د ښځو حضور اړین دی.

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ په وینا ښځینه مرسته‌کوونکې د دغه سازمان پنځوس سلنه کاري ځواک جوړوي او هغو نجونو او ښځو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې حضور، چې د کلتوري لاملونو له امله نه شي کولای له نارینه مرسته‌کوونکو سره په تعامل کې ووسي ډېر اړین دی.

وروستۍ ارزونې ښيي، چې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۹ سلنه کورنیو، چې سرپرستي یې د ښځو پرغاړه ده لږترلږه یو کارګر ماشوم لرلی دی؛ په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۱ کال کې ۱۹ سلنه و.

ورته لیکنې

Back to top button