طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په پراخه توګه اعتراض کوونکې ښځې او نجونې ځپلې، نیولې او شکنجه کړې دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو ورځې وروسته، په بېلابېلو ښارونو کې ښځو او نجونو د دغې ډلې د سختو بندیزونو د لګول کېدو پر ضد پراخ لاریونونه پیل کړل. خو طالبانو واټونو ته د راوتلو ښځو لاریونونو ته په تاوتریخوالي سره ځواب ورکړ او د خپلې واکمنۍ په لومړیو اونیو کې یې په هرات کې دوه لاریون کوونکې په ډزو ووژلې. دغې ډلې د ښځو د اعتراضونو د ځپلو په لړ کې په وروستۍ پېښه کې دوه اعتراض کوونکې ښځې نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي. د دغو ښځو نیول له پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو، د بشري حقونو فعالانو او د طالبانو مخالفو سیاستوالو له قید او شرط پرته د دغو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې بیا وايي، طالبان له ښځو د وسیلې په توګه کار اخلي او کله چې د دې ډلې چارواکي بهر ته سفر کوي، نو د خلکو د ذهنونو د اړولو په په پار اعتراض کوونکې ښځې نیسي. هغوی زیاتوي، چې ماشومان د ټولو انساني لارښوونو پر خلاف د طالبانو په زندانونو کې د خپلو میندو شکنجه ګوري.
د طالبانو لخوا د سختو بندیزونو له لګول کېدو وروسته، په افغانستان کې ښځو او نجونو له دوو کلونو راهیسې په پرلپسې توګه د دې ډلې د «د ښځو ضد» سیاستونو پر وړاندې لاریونونه کړي دي. خو طالبانو امر کړی چې له دې ډلې سره له همغږۍ پرته هر ډول مظاهرې ناروا دي او له دې امره سرغړونکي به مجازات شي.
طالبانو په دې وروستیو کې د افغان اعتراض کوونکو ښځو د خودجوشه ډلې مشره جولیا پارسي له خپل زوی سره نیولې ده. سرچینه وايي، طالبانو پارسي له خپل کوره « د اختطاف په ډول» تښتولې ده. د هغې خپلوان تاییدوي چې طالبان د نیولو پرمهال د مېرمن پارسي خوله تړلې وه.
باخبره سرچینې وايي، چې د مېرمن پارسي تر «تښتولو» وروسته طالبانو د هغې زوی هم نیولی دی. یوه باوري سرچینه وايي: طالبانو د مېرمن پارسي ۲۲ کلن زوی له خپلې هټۍ کور ته راوستی دی او د هغه د مور ټول اړوند وسایل او شیان یې له ځانه سره وړي او کورنۍ ته یې تایید کړې ده چې د دغه هلک مور هم دوی نیولې ده.»
سرچینه زیاتوي چې طالبانو د افغانستان د اعتراض کوونکو ښځو د خود جوشه غورځنګ د مشرې جولیا پارسي زوی وهلی ټکولی دی. د سرچينې په وينا، د هغه پر مخ د شکنجې او ټپونو نښې ليدل کېدې او ډېر وېرېدلى و. سرچینه زیاتوي، چې طالبانو لومړی مېرمن پارسي د دغې ډلې د استخباراتو ۴۰ ریاست او بیا کورنیو چارو وزارت ته لېږدولې ده، خو تر هغې وروسته بیا د نوموړې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
طالبانو په داسې حال کې جوليا پارسي نيولې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې يې د دغه غورځنګ يوه بله غړې ندا پرواني هم له خپل څلور کلن ماشوم او خاوند سره نيولې ده. ندا پرواني ته نږدې سرچینې تاییدوي چې له دوو اوونیو راهیسې د هغې په اړه معلومات نه لري او طالبانو تر اوسه د هغې کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې له نوموړې سره له نږدې وګوري.
د دغو دوو اعتراض کوونکو ښځو نیول کېدل له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو د اعلامیو په خپرولو او د اعتراضي ویډیوګانو په ثبتولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو له منګولو د دغو دوو ښځو د خلاصون لپاره ګام پورته کړي. اعتراض کوونکو ښځو او نجونو د نیول شویو ښځو د روغتیايي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، ټینګار کړی چې د طالبانو جنایتونه باید د « جنسیتي اپارټایډ» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
پروانه ابراهیم خېل نجرابي چې یوه له اعتراض کوونکو نجونو ده او پخپله د طالبانو د زندان تجربه لري، وايي، دا ډله د افغانانو د غږ اورېدو زغم نه لري. د هغې په وینا، دا غږونه د طالبانو استبدادي حکومت ننګوي. مېرمن نجرابي وايي، طالبان د بشري حقونو د قوانینو او کنوانسیونونو پر خلاف اعتراض کوونکې ښځې، مدني فعالان او نور نیول شوي کسان سخت شکنجه کوي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي:« طالبانو د دغو ښځو ماشومان هم نيولي دي. په داسې حال کې چې دا په هیڅ قانون او منطق کې نشته چې یو څلور کلن ماشوم دې د مور او پلار د شکنجې شاهد وي. دا تر ټولو غیر انساني چلند دی چې طالبان یې کوي.» هغه د بشري حقونو پر نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو پر ملاتړو هېوادونو غږ کوي چې په دې برخه کې له طالبانو سره جدي چلند وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ماشومانو او ښځو پر وړاندې «د بشریت ضد جنایت» پر یوه عادي چلند بدل شي.
یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، طالبان د اعتراض کوونکو ښځو له نیولو پر نړۍوالې ټولنې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. هغوی وايي، هر ځل چې د دې ډلې چارواکي له افغانستانه بهر سفر کوي، څو اعتراض کوونکې ښځې نیسي تر څو د خلکو فکر د خپلو چارواکو له سفره واړوي.
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر نړۍوال سازمانونو هم د نیول شویو ښځو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د بښنې نړۍوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار راپور ورکوونکي، د «فریډم ناو» په نامه د بشري حقونو سازمان او یوناما له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې اعتراض کوونکې ښځې او مدني فعالان خوشي کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان د اعتراض کوونکو ښځو د خودجوشه غورځنګ د غړې ندا پرواني، د هغې د مېړه او ماشوم پر وضعیت د اندېښنې په ښودلو سره، د هغوی د ژر او له قید او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. دغه سازمان ویلي دي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو نقض ته دوام ورکړی دی. دغه راز د بشري حقونو د مدافعینو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ماري لاولر او «فریډم ناو» په نامه د بشري حقونو سازمان هم د طالبانو له زندانه د دغو اعتراض کوونکو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د دوی په وینا، تر اوسه د دغو دوو اعتراض کوونکو ښځو د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات نشته.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ هم د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو او نجونو نیول د اندېښنې وړ بللي دي. هغه ټینګار کړی چې طالبان باید اعتراض کوونکې ښځې له بنده خوشې کړي. هغه زیاته کړې ده: «زه د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو جولیا پارسي او ندا پرواني او د هغوی د کورنیو د غړو د خپل سرې نیونې او توقیف په تړاو د جدي اندېښمنې په څرګندولو سره، له طالبانو غواړم چې هغوی دې ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي.»
له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو له خوا د جولیا پارسي او ندا پرواني او د هغوی د کورنیو د غړو نیول کېدل تایید کړي دي. دغه بنسټ وايي، چې تر دې وړاندې طالبانو خبریال مرتضی بهبودي او مدني فعالان مطیع الله ویسا او رسول پارسي نیولي دي. د یوناما په وینا، د بیان د ازادۍ او د عقېدې د څرګندولو له حقه د استفادې په تور د خلکو نیول اندېښمنوونکي او د دې ډلې له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې خپلسري نېونې ودروي او بندیانو ته اجازه ورکړي، چې کورنۍ، وکیلانو او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ولري او د عادلانه محاکمې لپاره د بندیانو له ټولو حقونو برخمن شي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو پر ښځو د بنديزونو له لګولو وروسته په ځلونو اعتراض کوونکې نيولي، شکنجه کړي او اعتراف ته يې مجبورې کړې دي. دغې ډلې تر دې وړاندې هم لسګونه اعتراض کوونکې ښځې او نجونې بندیانې کړي او وروسته یې په ضمانت او د اجباري اعتراف په اخیستو سره خوشې کړي او لاهم زیات شمېر ښځې او نجونې د طالبانو په زندانونو کې دي. دغه راز دغې ډلې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په ۱۶مه، دوه اعتراض کوونکې وژلې دي او اته نورې یې ټپیانې کړې دي.
د ښځو او نجونو د نیولو په اړه غبرګونونه په داسې حال کې دي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ښځو سره د طالبانو چلند وغانده. د دې غونډې ځینو ویناوالو په نړۍوالو نورمونو کې د «جنسيتي اپارټایډ» د تعریف غوښتنه وکړه، څو یې له مخې طالبان ځواب ویونکي وګرځول شي. پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو ۶۵ فرمانونه صادر شوي او پلي شوي دي.