په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره د همغږۍ پر دوام د چین او ازبکستان ټینګار

۸صبح، کابل: چینایی او ازبکستانی چارواکو په افغانستان کې د روان وضعیت د ښه والي د همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
د ازبکستان یوې رسنۍ اې کي اي پرس د چهارشنبې په ورځ، د وري په ۲۳مه، په تاشکند کې د دغه هېواد د ولسمشر شوکت میرضیایوف او د چین د بهرنیو چارو د وزیر چین ګانګ د کتنې خبر ورکړی دی.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د ازبکستان ولسمشر او د چين د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د اقتصادي او ټولنيزې ودې په برخه کې د عملي مرستو پر برابرولو ټينګار وکړ.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د چين او ازبکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د ژورتيا او د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې اترې وکړې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، چین او ازبکستان له دغې ډلې سره متقابلې اړیکې لرلې.