چین له افغانستان سره د کورونا د ۴۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کوي

م. ظریف صمیم

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د کب په نهمه نېټه د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وحید مجروح سره په کتنه کې له افغانستان سره د دغه هېواد له خوا د کورونا د ۲۰۰ زره نورو دوزه واکسینو د مرستې خبر ورکړی دی. په کابل کې د چین سفارت له دې مخکې اعلان کړی و چې له افغانستان سره ۲۰۰ زره دوزه د کورونا واکسینو مرسته کوي.
د عامې روغتیا وزارت ددې خبر په اعلان سره وېلي چې ددغه وزارت د غوښتنې له مخې، چین ۲۰۰ زره دوزه نور واکسین پر خپلې تېرې مرستې ورزیات کړي دي.
په دې توګه، له افغانستان سره د چین لخوا د کورونا د واکسین کچه ۴۰۰ زره دوزه ته رسېدلې ده.
وحید مجروح د چین له سفیر سره په کتنه کې د کورونا واکسین د دغه ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې د روغتیا برخې یوه مهمه اړتیا بللې ده.
په دغه کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست همداراز د جمهوریت روغتون د طبي دستګاوو د فعالولو لپاره د چین د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په هېواد کې د کورونا واکسین د تطبیق لړۍ د کب په پینځمه نېټه پيل شوه. دا بهیر د هند له خوا په ۵۰۰ زره دوزه مرسته شویو واکسینو سره پيل شوی دی. ټاکل شوې په لومړي پړاو کې روغتیايي کارکوونکي، امنیتي ځواکونه او خبریالان واکسین شي.

ورته لیکنې

Back to top button