چین د قشقري د تېلو استخراج کوي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویلي، چې له چین سره یې په شمالي ولایت سرپل کې د قشقري تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړی دی.
یاد وزارت دوشنبه د زمري پر ۱۰ ویلي، چې د نفت او ګازو د استخراج چینايي کمپنۍ (اکسوس) سره د مالیې وزارت اړوند د نفت او ګازو دولتي شرکت د قشقري د تېلو ۲۰ سلنه استخراج تړون لاسلیک کړی دی.
نوموړي وزارت زیاته کړې، چې یاد چینايي شرکت به له کانونو وزارت سره د قشقري د تېلو د استخراج له تړون وروسته د نفت او ګازو دولتي شرکت سره په ګډه د استخراج چارې پیلوي.
د افغانستان د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته چین له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او هڅه کوي، په دغه هېواد کې پر کانونو پانګونه وکړي.