۸صبح، کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت کابل کې د چین له سفیر سره د هېواد په سویل ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په تړاو ګډه خبري غونډه درلوده.
دا خبري ناسته سه شنبه د چنګاښ پر ۱۴ شوې ده.
کابل کې د چین سفیر وانګ یو په دې ناسته کې ویلي، چې تر اوسه يې لږ تر لږه د ۳۲۰ ټنه د خوراکي موادو مرسته په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره کړې ده.
یو همداراز په ډاګه کړې، چې امریکا په میلیونونو ډالر له اوکراین سره مرسته کوي؛ خو د افغانستان شتمني لا هم نه ازادوي.
کابل کې د چین سفیر زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي به ۲۰۰ ټنه نور خوراکي توکي هم افغانستان ته را ولېږي.
چین دوې ورځې مخکې هم له سره صلیب کمېټې سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه.