۸صبح، کابل: چین له طالبانو غوښتي، چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې عملي کړي او له دې ټولنې سره یوځای شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیجیان ژایو سه شنبه د مرغومي پر ۲۸ ویلي، چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووايي، یو پرانیستی سیاسي جوړښت جوړ او کورنی او بهرنی نرم سیاست خپل کړي.
د چین ګلوبل ټایمز په وینا، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه کړې، چې طالبان باید له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، د نړیوالې ټولنې په کچه له نورو هېوادونو سره دوستانه اړیکې وپالي او له دې ټولنې سره یوځای شي.
همداراز لیجیان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان خپلواکۍ او ارضي تمامیت ته درناوی او د افغانانو د پرمختګ او ثبات د رښتیاينې ملاتړ وکړي.
طالبانو د روان کال د زمري پر ۲۴ پر افغانستان ولکه ټینګه کړه؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو سرپرست حکومت رییس الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د ناورې سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د رسمیت پېژندلو ټول شرایط يې بشپړ کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دوشنبه د مرغومي پر ۲۷ د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځینو کارپوهانو د افغانستان طالب مشران په جنسیتی تبعیض او د ښځو او نجونو پر وړاندې پر تاوتریخوالي تورن کړل.
د دغو کارپوهانو په وینا، ډېری نجونې له ۷ تر ۱۲ ټولګي پورې د خپل جنسیت له کبله له ښوونځي محرومې شوې دي.
همداراز د ملګرو متلونو سازمان د بشر حقونو کارپوهانو د قومي او مذهبي اقلیتونو پر اجباري بېځایه کېدنې او مرموز قتلونو اندېښنه ښوولې ده.
طالبانو تر دې مخکې ژمنه کړې، چې راروان کال به د نجونو ښوونځي پرانیزي.