چین غواړي د افغانستان د بیارغونې لپاره له پاکستان سره همغږي زیاته کړي

۸صبح، کابل: د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد غواړي له پاکستان سره د افغانستان د بیارغونې په برخه کې، همغږي زیاته کړي.

د روسيې تاس خبري اژانس، د چين د بهرنيو چارو وزارت د هغې اعلاميې په حواله چې نن شنبه (د غوایي په ١٦مه) یې خپره شوه، خبر ورکړ چې د چين د بهرنيو چارو وزير (کین کانګ) دغه څرګندونې په اسلام اباد کې، د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره، په کتنه کې وکړې.

د اعلامیې له مخې، (کین کانګ) له عارف علوي سره په کتنه کې وویل: چین چمتو دی چې د افغانستان په اړه له پاکستان سره اړیکې او همغږي پیاوړې کړي او د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په بهیر کې، په ګډه برخه واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې بیجینګ غواړي د ګډو هڅو له لارې، په سیمه کې سوله او ثبات تامین کړي.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د چین او پاکستان ترمنځ د همکاریو د زیاتیدو په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسنبالی امیرخان متقي، به د شنبې او یکشنبې په ورځو، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

د دې غونډې له امله پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په موقتي توګه، د امیرخان متقي پر سفرونو بندیز لرې کړی او د راپورونو له مخې اسلام اباد ته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارسنبالي د سفر لګښت هم ورکړی دی.

وبه ګورو چې د طالبانو د ملاتړو په توګه، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د امیرخان متقي د ناستې پایله به څه وي؟

Back to top button