د چین له خوا د لوګر د عینک د مسو کان د کیندنې کار د لرغونو آثارو له لېږدولو وروسته پيلېږي

۸صبح، کابل: د ام سي سي چینايي شرکت اجرايي مرستیال د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره کتلي او د لوګر د عینک د مسو کان د ایستلو کار د پیلولو په هکله یې خبرې کړې دي.

د ام سي سي شرکت اجرايي مرستیال اوو مین، چهارشنبې د لیندۍ په دوهمه ملابرادر ته ویلي چې ددې کان له سیمې د لرغونو آثارو له لېږدولو وروسته به د کیندنو کار پيل شي.

له بلې خوا، تراوسه ددغه کان د ایستلو کار د پیلېدو دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی.

طالبان د مخکیني حکومت پرمهال د دې کان د ایستلو په وړاندې خنډ بلل کېدل. دوی په تېرو وختونو کې ددغه کان په سیمه کې پر چینايي کارکوونکو بریدونه کړي وو.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال په کب میاشت کې له ام سي سي چینايي شرکت سره د لوګر د عینک د مسو کان د ایستلو په اړه هوکړه کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button