د چین مانورې پای ته ورسیدي؛ نهه جنګي بېړۍ او ۲۶ جنګی الوتکې اوس هم د تایوان ګردچاپېره ګزمې کوي

په داسې حال کې چې چین د تایوان ټاپو په شاوخوا کې خپل درې ورځنی پوځي تمرینات پای ته رسولي دي، د تایوان د دفاع وزارت د ټاپو په شاوخوا کې، د ۹ جنګي بیړیو او ۲۶چینایي جنګي الوتکو د ګزمې خبر ورکړی.

رویټرز، د تایوان د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې چینایي کښتۍ او جنګي الوتکې، نن سه شنبه (اپریل۱۱) هم د دغه ټاپو په شاوخوا کې ګزمې کوي.

دغه وزارت همدا راز ویلي چې د تمرین په وروستۍ ورځ، د چین ۹۱ پوځي الوتکو، د تایوان د ټاپو په شاوخوا کې الوتنې وکړې.

د تايوان د دفاع وزارت له خوا د خپرې شوې نقشې د معلوماتو له مخې، چينايي الوتکې د تنګي له منځنۍ کرښې چې د غیر رسمي مانع په توګه پیژندل کیږي، د تنګي دواړو غاړو له شمال او مرکز څخه تیر شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د مانورو له پای ته رسېدو وروسته، چینايي کښتۍ او جنګي الوتکې، د څه موخې لپاره د تایوان د ټاپو په شاوخوا کې دورې وهي.

د تایوان ولسمشرې (تسای اینګ ون) تیره شپه پخپله فیسبوک‌پاڼه کې د چین د وروستیو تمرینونو په غبرګون کې لیکلي چې د ولسمشرې په توګه یې بهر ته سفرونه کومه نوې خبره نه ده.

اغلې تسای زیاته کړه، «په هرحال، د چین دا پوځي تمرینات په تایوان او سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شوي. دا په سیمه کې د یوه لوی هیواد مسؤلانه چلند نه دی.»

د تایوان ولسمشره دا څرګندونې، په داسې حال کې کوي، چې چین امریکا ته د تسای د سفر او د دغه هېواد د ولسي جرګې له رئیس سره د کتنې له امله، واشنګټن ته خبرداری ورکړی. وروسته له دې چې دا اخطارونه له پامه غورځول شوي، بیجینګ د تایوان محاصره کولو ته ورته مانورې ترسره کړې.

Back to top button