د چین ځینو رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وان ونبین په حواله راپور ورکړی، چې نوموړي د امریکا د ولسمشر جو بایډن څرګندونو ته غبرګون ښوولی دی. بایډن ویلي و، چې هېواد به یې منځني ختیځ کې خپلې رهبرۍ ته دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «د منځني ختیځ اوسېدونکي د دغې سیمې اصلي مالکان دي او هېڅ هېواد حق نه لري ولکه پرې ټينګه کړي. د بایډن څرګندونې باطلې او بې بنسټه دي.»
دغه راز د چین رسنیو جو بایډن تورن کړی، چې د دغه سفر په ترڅ کې نوموړی غواړي د چین، ایران او روسیې د قابو کولو لپاره د «ناټو منځني ختیځ نسخه» پلې کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د خلیج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ویلي، هېواد یې منځني ختیځ ته پام کوي او اجازه نه ورکوي، چې په دې سیمه کې د چین، روسیې یا ایران له خوا تشه ډکه شي.
بایډن نن شنبه د جولای پر ۱۶ په دې سرمشریزه کې ویلي: «څنګه چې په نوې نړۍ کې سیالي سختېږي او هغه ننګونې چې موږ ورسره مخامخ یو، لا پيچلې کېږي، ما ته روښانېږي، چې د منځني ختیځ له بریالیتوب سره د امریکا ګټې څومره تړلې دي.»
د خلیج د همکارۍ شورا (جي سي سي) ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې روانه ده. په دې ناسته کې د سعودي، کویټ، متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین تر څنګ د عراق، اردن او مصر مشرانو هم ګډون کړی دی.