چینايي کارپوهان: د متحده ایالاتو او ناټو لاس وهنې په سیمه کې د انساني ناورینونو لامل شوي

۸صبح، کابل: چینایي پوځی کارپوهان وایي، په تېرو ۴۰ کلونو کې امریکا او ناټو لا وهنې په افغانستان، منځنې ختیځ او د اروپا یو شمېر هېوادونو کې د شخړو او جګړو لامل شوې دي.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۳مه)، په یوه ټویټ کې د هغه هیواد نظامي کارپوهانو په حواله ویلي، چې په سیمه کې شته ناورینونه او ستونځي د متحده ایالاتو او ناټو د لاس وهنو له امله دي.
هغه زیاته کړه: «موږ د اندیښنې لپاره دلایل لرو. د آسیا پاسیفیک په سیمه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو مداخله ممکن د بې ثباتۍ او ناکرارۍ لامل شي او آن د جګړې او ګډوډۍ لامل وګرځي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو دوو لسیزو کې چین په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ د حضور مخالف و.
چینايي چارواکو تر دې مخکې هم امریکا او ناټو د افغانستان د روان کړکېچ مسئول بللې دي.
له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له بې نظمه وتلو او د طالبانو واک ته رسېدلو وروسته چین یو له هغه په ګوتو شمیر هېوادونو څخه دی چې له دغې ډلې سره یې رسمي ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پیل کړې.
د چین پوځي کارپوهان په داسې حال کې امریکا او ناټو په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې د ګډوډۍ او شخړې په رامنځته کولو تورنوي، چې بیجینګ او واشنګټن له څو کلونو راهیسې د تایوان ټاپو او د چین د جنوبي سمندر پر سر اختلاف لري.