د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

۸صبح کابل: د چین د بهرنیو چارو وزیر (کین ګانګ) په دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ځي.

سي جي ټي ان نن پنجشنبه (د غويي په ۱۴ مه)، د چین بهرنیو چارو د وزارت د ویاند (مائو نینګ) له خولې خبر ورکړ، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر به د جمعې او شنبې ورځې، په پاکستان کې تېرې کړي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، تمه ده چې د چين د بهرنيو چارو وزير په اسلام اباد کې د طالبانو د بهرنيو چارو د سرپرست وزير اميرخان متقي او د هغه د پاکستاني سيال په حضور کې، په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر داسې حال کې ورکول کېږي، چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان په غوښتنه اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د چارسنبالی پر سفر او د پاکستان او چين د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د کتنې لپاره، په لنډ مهالي توګه د لګول شوي بندیز له لغوه کېدو سره هوکړه وکړه.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره، د متقي د ناستې اجنډا لا معلومه نه ده

ورته لیکنې

Back to top button