د سي‌آی‌اې مشر: د پوتین په تېروتنو سره به روسیه د چین مستعمره وګرځي

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز په روسیه کې وروستیو ناکراریو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ولادیمیر پوتین د تېروتنو له امله به دغه هېواد کمزوری شي او د چین یو کوچنی ملګری او مستعمره به وګرځي.

د یورونیوز د راپور له مخې، برنز چې له څو کلونو راهیسې په مسکو کې د امریکا سفیر هم و، د شنبې په ورځ (د جولای په لومړۍ نېټه) د برتانیا ډیپچلی بنسټ ته په وینا کې وویل چې د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین وسله وال بغاوت په اوکراین کې د روسیې په جګړه ویجاړونکي اغیزه کړی.

هغه زیاته کړه:«د یادولو وړ ده چې پریګوژین د روسیې د حکومت په وړاندې د خپلو کړنو څخه مخکې، د اوکراین د اشغال لپاره د کرملین د ناسم منطق په اړه پریکنده او ځپونکې څرګندونې وکړې.»

د سي‌آی‌اې مشر ټینګار وکړ چې دا بغاوت د روسیې داخلي مسله وه او امریکا په کې هیڅ رول نه درلود.

برنز همدا ډول یادونه کړې: «دا ناخوښۍ موږ ته یو نادر فرصت رامینځته کوي چې له روسیې څخه د سي‌آی‌اې لپاره جاسوسان استخدام کړو، ځکه چې د دې هیواد ټولنه د هغو ستونزو څخه ناخوښې ده چې دې جګړې د دوی لپاره رامینځته کړې او موږ هم دا فرصت له لاسه نه ورکوو.»

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر په داسې حال کې د روسيې د کمزوري کېدو خبر ورکوي، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په مسکو کې د تاوتريخوالي له پای ته رسېدو وروسته ويلي وو، چې دغه نارضايتۍ مسکو د پخوا په پرتله لا پياوړی کوي.

Back to top button