هېوادوال تښتېدلو سیاستوالو ته: خپلې سیاسي نسخې مو له ځانه سره وساتئ

د مخکیني حکومت یو شمېر جګپوړي چارواکي چې له هېواد نه بهر ته تښتیدلي دي، په دې وروستیو کې د افغانستان د کشالې د حل لپاره بیلابیلې طرحې وړاندې کړي دي. دغه طرحې په هېواد کې د سیاسي نظام پر بدلون متمرکزې دي. یو شمېر دغو څېرو “فډرالي نظام” په هېواد کې له اوسنیو ستونزو او دجګړې له دوامه د خلاصېدولاره بللې او یو شمېر نورو بیا د “واحد سیاسي نظام” غوښتنه کړې ده. خو هېوادوال د مخکیني حکومت د چارواکو په غبرګون کې وایي چې هغو سیاستوالو چې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې د واک پر ګډۍ ناست وو، د هېواد د وضعیت د ښه کېدو لپاره کوم ځانګړی کار نه دی کړی او اوس باید سیاسي نسخې له ځانه سره وساتي. له دې ټولو سره سره، طالبان چې له ۱۵ میاشتو راهیسې د دولت ټولې چارې تر خپل کنټرول لاندې لري، د نوي دولت د جوړېدو لپاره د هڅو خبره کوي.

فرهاد د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی لوستی دی.هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي،چې دغه سیاستوالو باید تر دې زیاته د هېوادوالو غوسه راونه پاروي. فرهاد وایي:” تښتیدلي سیاستوال په کلونو په واک کې وو او د خپلو جیبونو له ډکولو پرته یې خلکو ته هېڅ ګټورکار ونه کړ او بالاخره وتښتېدل. اوس یې چې جیبونه خالي شوي دي، بیاراغلي چې خلک وغولوي او ځان ته سیاسي ځای ځایګی پیدا کړي.

راضیه د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې ده. هغه وايي:” همدا سیاستوال که پر څه پوهېدل، نو دولت به یې د طالبانو په لاس سقوط ته نه پرېښود. په خپل مداریتوب سره یې ټول دولت وخوړ او اوس په بهر کې کرار چکر وهي او موږ ته د نسخو سپارښتنه کوي.” دغه ښوونکې وایي:” لازمه نه ده چې د افغانستان د ځوریدلو خلکو پر ټپونو مالګې ودوړوي. پرېدېږدي چې همدا مولوي صاحبان خلک له لوږې مړه کړي. د پخوانیو څاه کېدونکو تر ګډوډۍ همدا غوره ده.”

په دې ورځو کې تر ډیره هېوادوال په ښارونو کې د خپلو وروځنیو کارونو ترڅنګ د سیاسي نطام د بدلون په تړاو له یوبل سره غږېږي. مسافر په ښاري موټرو او هټیوال په خپلو هټیو کې د مخکیني حکومت د چارواکو پر نظرونو بحث کوي او بیلابیل نظرونه وړاندې کوي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکي هم په بهر کې په میشتو سیاستوالو په نیوکې سره وايي چې هغوی باید تېرې ناکامۍ درک کړي او نور د هېواد د ځوانانو وینې توی نه کړي. د ټولنیزو شبکو کاروونکي محمد شاکر پر خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي دي: ” زړورو سرتېرو په تېرو شلو کلونو کې خپل ژوند قربان کړ او خپلې وینې یې توی کړي څو د هېواد سیاستوال یو باثباته سیاسي نظام جوړ کړي، خو پخوانی سیاسي نظام د نا اهلو سیاستولو له لوريرباد شو. یوه له دغو بربادیو د پوځ ړنګېدل وو چې د سیاستوالو په لاس ړنګ شو. خو اوس یو ځل بیا ځانونه د خبرو خاوندان ګڼي او د بلې بربادۍ په هکله خبرې کوي.”

ژرونالیست او د سیاسي چارو شنونکی فردوس کاوش پرخپلې فېسبوک پاڼه د د فډرالي نظام او متمرکز نظام په هکله نظر څرګند کړی دی. ښاغلی کاوش لیکلي دي:« واقعیت دا ده چې پخواني چارواکي او سیاستوال نور په هېواد کې جغرافیه په واک کې نه لري څو خپلې د خوښې نظام پکې ټول پوښتنې ته وړاندې کړي او له همدې امله دا بحث بې ربطه او د خندا وړ دی.

وړاندیز شوې نسخې

د تېر جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش په دې وروستیو کې د «افغانستان د عدالت او آزادۍ» په نوم یو ګوند جوړ کړی دی،چې یو شمېر په کارپوه او مبارز شخصیتونه او سیاسي او فکري مخکښان یې غړیتوب لري. د دغه ګوند د جوړېدو موخه له استبدادي انحصاري او په طالبانو تړلې واکمنۍ سره مقابله او له انحصارپالنې او زورزیاتۍ نه د هېواد ژغورل بلل شوي دي.

دغه ګوند چې مشري یې د سرور دانش پرغاړه ده، د فډرالي اسلامي جمهوریت نظام د افغانستان لپاره تر ټولو مناسب نظام ګڼلی او ویلي یې دي، چې دغه نظام هم د ریاستي او نیمه ریاستي نظامونو اوهم د پارلماني نظام په اډانه کې د پلیتابه وړ دی. د دغه ګوند په اعلامیه کې راغلي دي چې د طالبانو ډلې له کورني او نړیوال مشروعیت پرته په ناقانونه توګه پر هېواد یو استبدادي، قومي، جنسیتي او تمامیت غوښتنونکي رژیم واکمن کړی دی. د افغانستان د عدالت او آزادۍ ګوند ویاند رسول طالب له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي،چې ډير ژر به د دغې سیاسي طرحې جزیات د رسنیو له لارې له هېوادوالو سره شریک کړي.

بل خوا د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په هېواد کې له فډرالي نظام سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.:« اوسمهال فډرالي نظام ملوک الطوایفۍ ته لاره برابروي.» ښاغلی اتمر تېره اونۍ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي،چې افغانستان یوه واحد سیاسي نظام ته اړتیا لري.

اتمر څه موده وړاندې له یو شمېرسیاسي څېرو او د مخکیني حکومت له یو شمېر چارواکو سره چې ډيری یې نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي د«سولې او عدالت» په نوم یو سیاسي بهیر جوړ کړ. هغه د دغه سیاسي بهیر د اعلان پرمهال له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ مذاکرات پېل کړي څو سیاسي لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

دغو سیاسي څېرو په داسې حال کې په جلا جلا توګه د سیاسي بهیرونو جوړېدو ته مخه کړې او هر یو یې د سیاسي کړکیچ د حل لپاره نسخې وړاندې کوي،چې د طالبانو د رژیم له رامنځته کېدو مخکې یې په جمهوري نظام کې دنده لرله او د ریاستي نظام پرساتلو یې ټینګار درلود.

سروردانش پخوا د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د «وحدت اسلامي» ګوند مرستیال و او د ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغه ګوند له آدرسه د وخت د کاندید محمد اشرف غني دویم مرستیال معرفي شو. هغه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري تر ۲۴ مې د اشرف غني د مرستیال د دویم مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.خو د جمهوري نظام په سقوط سره له هېواده ووت.

محمدحنیف اتمر د جمهوريت د نظام پر مهال په څو لوړو پستونو لکه د پوهنې د وزیر، د کلیو د پراختیا د وزیر او د کورنیو چارو د وزیر په توګه کار وکړ. هغه دغه راز د غني د حکومت پرمهال د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کول او له یوه اوږده ځنډ وروسته د بهرنیو چارو وزیر شو، ښاغلي اتمر د طالبانو په لاس د جمهوري نظام تر سقوطه پرخپلې څوکۍ پاتې شو او د تېر کال له زمري میاشتې وروسته یې افغانستان پرېښود.

بل خوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې اونۍ د جمعې په خطبه کې په کابل کې ویلي دي،چې د افغانستان د فډرالي کېدو موضوع چې په بهر کې د سیاسي څېرو له لوري مطرح شوې ده، باید داسې شورا کې مطرح شي چې د افغانستان خلکو ټاکلې وي. د حکمتیار په وینا، دغه شورا باید د ملت د ارادې او ملي اجماع ښودونکې وي او پرېکړه کړي چې نظام فډرالي وي او کنه، ځکه د ده په وینا، د هېوادوالو د نظر له په پام کې نیولو پرته د دغه راز نظام جوړېدل ناشوني دي.

بل خوا «د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت علي شورا» چې د سږکال په غويي میاشت کې یې خپل شتوالی اعلان کړی هم پر نامتمرکز پارلماني نظام او د والیانو پر انتخابي کېدو ټينګار وکړ. ۸صبح ورځپاڼې ته سرچینو ویلي دي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت علي شورا د عالي شورا او مشرتابه شورا په ترکیب سره جوړه شوې ده،چې په ترکیب کې یې احمد مسعود، عبدالرب رسول سیاف، مارشال دوستم، محمد محقق، صلاح‌الدین رباني، عطامحمد نور، محمدیونس قانوني، احمدضیا مسعود، عبداللطیف پدرام، میر‌رحمان رحماني، احمدولی مسعود، محمدعلم ایزدیار، حضرت علي او یو شمېر نورې سیاسي څېرې او د مخکیني حکومت چارواکي حضور لري. د دې شورا غړو هوکړه کړې ده چې له طالبانو سره د تفاهم په صورت کې نامتمرکز پارلماني نظام او د واليانو انتخابي کېدل عملي کوي.

له هېواده بهر د سیاستوالو نظر د طالبانو لپاره څه اهمیت لري؟

له هېواده بهر میشت سیاستوال په داسې حال کې په جلا جلا توګه د ګونډو د جوړېدو او د افغانستان ربړې ته د حل لارو وړاندې کولو ته مخه کړې ده،چې طالبانو پر هېواد د خپلې څه باندې پنځلس میاشتنۍ واکمنۍ کې د هېوادوالو پر وړاندې سختو سیاستونو ته مخه کړې ده. د نجونو د منځنۍ او لیسې دورې د ښوونځیو تړل کېدل، د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو د اعتراضونو ځپل، د سیاسي ګوندونو د جوازونو لغوه کېدل او د ټولنیزو او فردي آزادیو سلبېدل هغه لوی موردونه ګڼل کیږي،چې د طالبانو د رژیم د واکمنۍ پرمهال یې د خلکو انديښنې راپارولې دي. دغه ډله خپل حکومت ټول ګډونه بولي، په داسې حال کې چې د قومونو او د دې ډلې د سیاسي مخالفانو مشران په واک کې حضور نه لري. له دې مخکې د طالبانو له لوري په دولتي ادارو کې د قومي چاڼ په تړاو ډېرې ادعاوې مطرح شوې دي. طالبانو پر هېواد پر واکمنېدو سره، ټول پخواني قاضیان، وزیران،د وزارتونو د ادارو او خپلواکو ادارو رییسان لېرې کړي او د هغوی پر ځای یې خپل کسان ګمارلي دي. دغې ډلې په تېر یو کال کې، د سیاستوالو،هېوادوالو او ان د نورو هېوادونو د چارواکو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د طالبانو د رژیم چارې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د سرپرست وزیرانو له لوري مخته بیول شوي او هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی. په همدې حال کې طالبانو د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې په کابلې کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي دي:« هڅې روانې دي چې په نږدې راتلونکې کې لنډمهالی حکومت پای ته ورسېږي او په هېواد کې نوي شرایط رامنځته شي. ذبیح الله مجاهد په دې هکله نورجزیات نه دي وړاندې کړي. خو د هغه څه پربنسټ چې په تېرو میاشتو کې د طالب مشرانو له خولې نقل شوي دی، دغه ډله حاضره نه ده چې تښتېدلو سیاسي څېرو ته په نظام کې ونډه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې په افغانستان کې فډرالي نظام له خپلو سرسختو پلویانو او مخالفانو سره مخ دی. د فډرالي نظام پلویان په دې بارو دي چې قومي، ژبنۍ او کلتوري رنګارنګۍ ، تاریخي نارضایتیو، قومي اختلافونو او د یوه مناسب اقتصادي نظام او دغه راز د تجزیه غوښتنۍ د ذهنیت ودې ته په پام سره فډرالي نظام د هېواد په ګټه دی. هغوی د افغانستان د درد یوازیني درمل د فډرالي نظام جوړېدل بولي. د دغه نظام موافقان په دې باور دي چې د فډرالیزم په ټینګښت سره د قومي ډلو شخړې پای ته رسیدلای شي او دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کیدلای شي.

بل لورته بیا د فډرالي نظام مخالفان دي،چې دغه نظام د هغه څه د له منځه تلو معادل بولي چې دوی یې د افغانستان یوموټی توب ګڼي. د همدې لپاره په تېرو شلو کلونو کې دغه جوړښت په مکرره توګه د افغانستان د تجریې معادل معرفي شوی دی. د فډرالي نظام د مخالفو سیاستوالو استدلال دا دی،چې افغانستان قومي او متکثر هېواد په توګه په بیلابیلو لسیزو کې په کورنیو جګړو کې ښکېل پاتې شوی او نورو هېوادونه په ښکاره توګه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده. د هغوی په باور، افغانستان داسې سیاسي ټيکاو او واقعي ډموکراسۍ ته نه دی رسیدلی چې وکړای شي فډرال جوړښت تجربه کړي، نو د هغوی له نظره فډرالیزم د نورو هېوادونو د لاسوهنې په تېره بیا د ګاونډيو هېوادونو د نفوذ لامل کیږي. له دې ټولو سره سره، یو شمېر سیاسي څېرو په تېرو شلو کلونو کې په ځلوو په افغانستان کې د فډرالي نظام پرجوړېدو ټینګار کړی دی. د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام په دې برخه کې د هېواد یوه پېژندل شوې سیاسي څېره ده. هغه د جمهوري نظام پرمهال په ځلونو یادونه کړې ده،چې فډرالیزم له اوسنیو ستونزو نه د افغانستان د وتلو یوازیني لاره ده.

Back to top button