مدني نافرماني او د استبدادي نظام پرځول

ریفرمیسټ

په هغو هېوادونو کې چې استبدادي او دیکتاتور نظامونه حاکم وي، په قانون او سیسټم کې یې د خلکو د نارضايتۍ په صورت کې د حکومت او استبداد کوونکو بدلولو لپاره هېڅ سوله ييز ميکانيزم شتون نه لري. پر همدې اساس خلک مدني نافرمانیو او د حکومت پر ضد لاریونونو ته مخه کوي او دغه لاریونونه بې له ځنډه د واکمن نظام له زورزياتي سره مخامخ کېږي. که حکومت بريالی نه شي چې په لنډه موده کې د دغو لاريونون په بشپړه توګه مخ ونیسي. په دې صورت کې مدني نافرماني حرکتونه پر انقلابي حرکتونو بدلېږي. خلک او حکومت د یو بل پر وړاندې درېږي او  ترمنځ یې نابرابره جګړه پیلېږي.

ولې نابرابره جګړه؟ ځکه په استبدادي نظام کې د ولس او نظام تر منځ د واک انډول نه وي. ظاهراً دولت تر خلکو ډېر واک لري، پیسې او وسلې هغه دوه عمده عوامل دي، چې د حکومت واک د خلکو پر وړاندې لوړوي. همدارنګه حکومت وسله وال ځواک د خپلې قوماندې لاندې لري او ملي شتمنۍ چې دوی غصب کړې دي. خو خلک د حکومت پر وړاندې یو غښتلی ځواک او برتري لري او هغه برتري د لاریون کوونکو او مدني نافرنانیو خوځښتونو ډېر شمېر، یووالي او پیوستون پرته بل څه نه دي. هېڅ ډول شتمني او نظامي ځواک نشي کولی د خلکو د ډله ییز خوځښت مخه ونیسي. کله چې زرګونه خلک په لارو کوڅو کې د استبدادي نظام پر وړاندې را ووځي. انقلاب به بې له شکه بریالی کېږي. په دې صورت کې به د حکومت مقاومت بې ګټې وي. دا داسې ده لکه څوک چې د سونامي پر وړاندې ودرېږي او ډزې پرې وکړي، ښکاره ده چې بې ګټې به وي. بالاخره د طوفان څپې به هغه له ټولو امکاناتو سره له منځه یوسي.

له بلې خوا ټول استبدادي حکومتونه د ولس يووالی او پيوستون د خپل حکومت لپاره ګواښ ګڼي او ددې پیوستون پر وړاندې په ارامه نه کېني، تل د خلکو ترمنځ تفرقه جوړوي او د دوي طبیعي‌ یووالی له منځه وړي او په ټولو پرګنو کې نفاق ته لمن وهي. ښځه د سړي پر ضد، سني د شیعه او دینداره د بې دینه پر وړاندې دروي. لنډه دا چې تفرقه خپره کړه حکومت وکړه فارموله کاوي.

هغه خلک هوښيار او ځیرک دي، چې د الګارشي او استبدادي ډلې د دسیسو او نفاق خپرولو برنامې شنډولو پر وړاندې خپل منځ کې د يووالي ټينګښت ته متوجه اوسي او د اختلافاتو پر ځای خپلو ګډو موخو او ارزښتونو ته کار وکړي. او له يو بل سره په زغم او متقابل تفاهم تمرکز وکړي. همدا راز اوږه په اوږه د استبدادي رژیم پر وړاندې ودرېږي او دا دې نه هېروي چې ټول د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه کوي او د بریا یوازینۍ لار یووالی دی. که دوی سره ودرېږي، بریالي به شي او که د یو بل په وړاندې ودرېږي ناکامي حتمي ده.

خو دا پوښتنه پیدا کېږي چې له استبدادي نظام څخه د ناراضو خلکو د یووالي ګډ ارزښتونه څه دي؟

هغه ګډ ارزښتونه چې د یووالي لپاره یو ملت پرې تکیه کولای شي د ډیموکراسۍ غوښتنه، برابر حقوق، ټولنیز عدالت، په سیاسي پرېکړو کې شمولیت، ملي‌ اقتصادي پر ځان بسیا بنسټونو لرل، د ښځو حقونه (آزادۍ، کار او ډوډۍ) بیا رغونه یا د وطن پالنې ارزښتونه، انساني کرامت، او د ظلم، تېري او غصب، سیاسي او اقتصادي فساد پر وړاندې مبارزه کېدلای شي. نارینه او ښځینه، ځوان او زوړ، ملحد او مذهبي او که بل هر پوړ د ټولنې وئ‌؛ یا د هر قوم، فرقې او ژبې چې وي، اکثريت يې دا ډول اېډيالونه او عقيدې لري، نو بايد پر دغو ايډيالونو تکيه وکړي او د همدې ارزښتونو پر بنسټ نظامند او هر اړخیز پیوستون او یووالی را منځته کړي.

هغه موارد چې د مبارزې پر مهال د بحث وړ نه دي:

د مبارزې درشل د تېرو حسابونو د تصفیې وخت نه دی، بلکې دا د یووالي او پیوستون وخت دی او د یووالي لپاره، باید په ګډو ارزښتونو تمرکز وشي. همدارنګه د مبارزې او اعتراض شېبې د بري په ورځ د واک د وېش شېبې نه دي. بلکې له بري وروسته دا د ولس حق دی لکه نور ولسواکه هېوادونه چې په ټاکلې موده کې د خپلې خوښې حکومت د رایو ورکولو له لارې رامنځته کوي. د الګارشیانو او استبداد کوونکو پر وړاندې باید د مبارزې په بهیر کې ټول معترض اړخونه شتون ولري او د ټولو انرژي باید په یوه هدف کې متمرکزه وي، یو هدف د استبداد کوونکو پرځول!

البته، دا یوازې د عامو خلک دنده نه ده چې د یووالي لپاره هڅه وکړي؛ بلکې د ملي او هغو نړیوالو رسنیو او بنسټونو رول خورا مهم دی چې د طبیعي آزادیو، مالکیت حق، د بیان آزادۍ، مېرمنو او زده کړو حقوق او د توکم پالنې پر وړاندې مبارزه کوي. دوی کولای شي د بېلابېلو ډلو تر منځ د یووالي په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي. ددغو بنسټونو له دندو یوه مهمه یې دا ده چې د مختلفو بشري، مدني او ټولنیزو ډلو ترمنځ اتحاد او ایتلافونه جوړ کړي.

ګرانو مبارزو هېوادوالو! نن افغانان یو ګډ دښمن لري چې  ټول ګواښي. د دې فاشیست او استبدادي دښمن د ماتولو لپاره یوازینۍ ممکنه لار د ټولو ملیتونو ترمنځ یووالی دی. زموږ د ولس د نن ورځې لومړیتوب باید د ګډ دښمن د ماتولو لپاره مبارزه واوسي، هرکله مو چې ددې دښمن پر وړاندې بریا ترلاسه کړه، موږ به دا فرصت ولرو چې له یو  بل سره په آسانۍ حسابونه تنظیم کړو او ټول هغه اړخونه چې د جمهوریت پرځېدو لامل شوي و او هغه قدرت چې په ناعادلانه توګه د یوې کوچنۍ سیاسي فساد اخته ډلې لاس کې و واضح کړو. په ټولو ټولنیزو او سیاسي بسټونو کې د عمودي‌ او افقي اصلاحاتو لړۍ پیل او په سیاسي فرهنګ سمبال مډرنه مدني ټولنه رامنځته کړو چې په هغه کې د هر افغان حقونه تضمین او ټولنیز عدالت پلی وي.

پر افغانستان واکمنه د ملایانو ډله له وېرې او تفرقي اچولو پرته د بقا لپاره بل څه نه لري که پر وړاندې یې افغانان متحد شي او د طالبانو ټولې دسیسې د خلکو د ویشلو لپاره ټولو هڅو سره بریالی نشي. په ناببره توګه، ژر یا وروسته به د دوی پر وړاندې د افغانستان له هر ګوت نه خلک راپورته شي. دا اعتراضونه او مدني نافرماني به ددې لامل شي چې په دې ډله کې وېره خپره او په خپل منځ کې سره ووېشل شي دا به د طالب استبدادي، بدوي او سنتي ډلې د پرځېدو ورځ او د افغان ولس د لوی مډرن انقلاب د بریا ورځ وي.

Back to top button