ولسي خلک: طالبان د کونړ- جلال اباد لارې له پوستو تښتیدلي

۸صبح، کونړ: د کونړ_جلال اباد پر لویه لاره زیاتې امنیتي پوستې، چې د جمهوري نظام پرمهال په اساسي ډول جوړې شوې وې، د نظام له سقوط وروسته طالبان ترې په نا معلومو دلایلو وتلي.
پر دغه لاره ۱۹ پوستې جوړې شوې وې، چې د خلکو په خبره د دوو ولایتونو ترمنځ دا غځیدلې لاره دومره له طالبانو تشه شوې، چې ان د کونړ مرکز اسعد آباد ښار ته د داخلیدو د دروازې پوستې هم شاړې پرتې دي.
ځایي خلک د طالبانو د دغه کار په اړه بېلابېلې انګېرنې او خبرې لري.
ځينې وايي، طالب جنګیالي ښایي دوی ته د معاشونو او امکاناتو د نه برابریدو له امله د اعتراض په ډول دندې پریښي او تښتیدلي وي.
د کونړ د سالار باغ یوه اوسېدونکي، چې د ولید په مستعار نوم یې خبرې راسره کولې وویل: ((په دې پوسته کې د جمهوریت له سقوط وروسته طالبان پراته وو، کلکه تالاشي یې کوله، خو اوس هیڅوک پکې نشته. د دې پوستو د تشیدو څه باندې یو کال کیږي. ډېرو طالبانو موږ ته ویل، چې معاشونه نشته، ځکه یې دندې پریښودې او وتښتیدل.))
ځایي خلکو ویل، چې د طالبانو له وېرې په دې اړه ډاډه خبرې نه شي کولای. ځینو، چې خبرو ته زړه ښه کاوه، ټینګار یې کاوه، چې اصلي نومونه دې نه خپریږي.
یوه کونړ مېشتي په همدې شرط ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:((زموږ د سیمې د دې پوستې ترڅنګ، د سیند پورې غاړه یانې د سرکاڼو ولسوالۍ نه نېولې تر خاص کونړه، د جمهوري نظام په رغول شویو پوستو کې طالب وسله وال مېشت وو، خو اوس ټولې پوستې تشې پرتې دي، څلورمه د لچه ګلي پوسته هم همداسې خالي پرته ده.))

یوې بلې سرچینې، چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي وویل، د دې ولایت د بر نرنګ ولسوالۍ پر پوستې څو میاشتې وړاندې لاسي بم غورځول شوی و، چې مرګ ژوبله يې هم اړولې وه.
د سرچینې په وینا، له دغې پېښې وروسته طالب وسله وال له دغې پوستې تللي دي.
د سیمې د خلکو په وینا، د کونړ په لوی بیز کې هم د ګوتو په شمېر طالب جنګیالي پاتې او نور ترې په یوې او بلې خوا تللي دي.
د سیمې یو اوسېدونکی وایي: ((د بم له چاودلو وروسته طالبان له پوستې وتي، هیڅ معلومات نشته چې چېرته او ولې تلي ؟ غم دا دی چې دې خلکو نه څوک پوښتنه هم نه شي کولی، خلکو نه يې دا حق اخیستی. د لمټک کلي پوسته شاړه پرته ده، د نرنګ ولسوالۍ نورې پوستې، همداسې آن تر نورګل پورې ټولې پوستې تشې او شاړې شوي دي.))
د بابړو د سیمې لوی بیز،چې امریکایي ځواکونو ځانته جوړ کړی و، د هغوی له وتو وروسته د ملي اردو ځواکونو په واک کې و.
د جمهوریت له سقوط وروسته، دغه بیز د طالبانو لخوا تړل شوی او هېڅ طالب پکې نشته. د دغه بیز ترڅنګ د عامه نظم کنډک کې بیا طالبان دېره دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه کنډک کې د ګوتو په شمېر طالبان پراته دي، خو د کنډک شنه چمنونه او بوټي ټول وچ شوي دي.
له اسعداباد ښاره نیولې د نورګل ولسوالۍ تر وروستۍ برخې، چې بیا د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ شروع کېږي ټولې ۱۹ پوستې وې، چې اوس يې په یوه کې هم طالبان نشته او شاړې پرتې دي.
د نورګل ولسوالۍ اړوند د سرک پر سر اخرنۍ پوسته ، چې د سیمې د یوه اوسیدونکي پر وینا طالب وسله والو پکې کم وخت تېر کړ او بیا چې بیا ورانه شوه، چې تر اوسه څوک ورته نه دي ورغلي.
طالبانو د یادو پوستو د تشیدو په اړه څه نه دي ویلي.
ځينې خلک اندیښمن دي، چې د یادو پوستو د تشیدو تر شا د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ کومه پټه معامله نه وي شوې او یاده ډله په دې ولایت کې پياوړې نه شي.