په سومالیا کې نښته؛ د الشباب څه د پاسه سل غړي ووژل شول

د سومالیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په شابل سرحدي سیمه کې د پوځ او متحدو ملیشو په عملیاتو کې، د الشباب ډلې غړي وژل شوي دي.
دغه وزارت شنبې د نومبر په ۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یوه ورځ مخکې هم د الشباب توندلارې ډلې ۴۹ غړي د شابل په سویلي برخو کې د عملیاتو پرمهال ووژل شول.
د سومالیا د اطلاعاتو وزارت مرستیال عبدالرحمان یوسف العداله ویلي: «پوځ، استخبارات او ځایي ملیشې د نړیوالو متحدینو په ملاتړ په شابل سیمه کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې د سلو قوماندانانو په ګډون سل الشباب توندلاري ووژل شول.»
د دغه سومالیايي چارواکي په وینا، د عملیاتو موخه د الشباب ځواکونو د چمتووالي مخنیوی و چې په سیمه کې یې د حکومتي ځواکونو خلاف د برید پلان درلود.
الشباب ډلې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د سومالیا حکومت او د افریقايي ټولنې د سوله ساتو ځواکونو خلاف جګړه کړې ده. دغې ډلې تر خپل واک لاندې سیمو کې سخت اسلامي قوانین پلي کړي دي.