سړه هوا او محرومیت؛ د غور ځوانانو د عدالت غوښتنې کمپاین پیل کړ

۸صبح، غور: د غور ځوانانو د «محروم غور ته پام وکړئ» په نوم یو هشټګ پیل کړی دی.

دغه هشټګ، چې له جمعې راهیسې پیل شوی دی په ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه فېسبوک کې په پراخه توګه خپور شوی دی.

هغه کاروونکي، چې دا کمپاین یې پیل کړی وایي له یوې خوا یو ستونزمن ژمي په مخ کې دی او له بلې خوا د غور د اوسېدونکو لپاره د یوه محروم ولایت په توګه هېڅ اغېزناک کار نه دی ترسره شوی.

د غور ځوانان وایي، چې د ژمي له رارسېدو او د واورو له ورېدو سره د غور – کابل او غور – هرات لویې لارې تړل شوې دي.

د دغه کمپاین د غړو په وینا د واورو له امله د دغه ولایت د ډېرو ولسوالیو او د غور د مرکز ترمنځ لارې تړل شوې دي، چې د سیمې اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغه کمپاین یوه غړي ګل رحمن فراز پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د برېښنا او سړک قانوني حق د غوښتلو لپاره د غور د اوسېدونکو له عدالت غوښتنې دوې لسیزې تېرې شوې؛ خو دا دوې ژمنې د کاغذونو پر مخ پاتې شوې دي.»

غور کې د طالبانو یو شمېر مسوولان هم له دغه هشټګ سره یو ځای شوي دي.

غور د افغانستان له شاته پاتې او بې برخو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. د دغه ولایت اوسېدونکي د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button