۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې ځایي سرچینې په دې ولایت کې د سړې هوا له امله د دوو تنو د مړینې خبر ورکوي.
دغو کسانو چهارشنبې د تلې په ۲۷مه د بدخشان ولایت د شهدا ولسوالۍ په غلام دره کوتل د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بدخشان کې ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې ددغې طبیعي پېښې قربانیان، پلار او زوی دي.
د سرچینو په وینا، دا دوه کسان د بدخشان له مرکز فیض آباد څخه په شهدا ولسوالۍ کې خپل کور ته روان وو.
بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې غرنی ولایت دی چې له سړې هوا سره سختې لارې لري.