کندهار کې کم‌سارې یخني؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ ناروغان تر روغتونه رسېدلي

۸صبح، کندهار: کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې کم‌سارې سړې هوا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ تنه ناروغ او روغتون ته تلو ته اړ ایستلي دي.

کندهار ولایت کې روغتیایي سرچینې یکشنبه د مرغومي پر پنځه‌ویشتمه وایي، چې له درېیو ورځو راهیسې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۱۰۰ تنه د سړې هوا له امله د ناروغیو په پایله کې د دغه ولایت مرکزي روغتون ته تللي دي.

د روغتیایي سرچینو په وینا دغه شمېر ناروغان د کندهار له شاه‌ولي کوټ، خاکرېز، نېش، میوند او معروف ولسوالیو د دغه ولایت په مرکز میوند روغتون کې ثبت شوي دي.

روغتیایي سرچینې زیاتوي، چې د ناروغانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

که څه هم روغتیایي سرچینو تر اوسه د هوا د سړوالي له امله د مړینې کومه پېښه نه ده تایید کړې، خو ټینګار یې کړی چې ناروغانو ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ چمتوالی یې پيل کړی دی.

د ویلو ده، چې سږ کال په سویلي ولایتونو کې د هوا سړوالی کم مخینه بلل شوې او اوسمهال کندهار کې هوا منفي ۸ درجې سانتي‌ګرېډ ده.

ورته لیکنې

Back to top button