د ټول‌ګډونه حکومت ځانګړنې

لیکنه: فریداحمد امیري

سره له دې چې په افغانستان کې له شاهي نظام وروسته د حکومتولۍ بڼه د جمهوري کېدو خواته روانه وه؛ خو اوسمهال نظامونه د بېلابېلو ایډیالوژیو پر بنسټ رامنځته شوي دي. په تېرو څلورو لسیزو کې د نظام اسلامي بڼه په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام ته لاره هواره کړې ده. له همدې امله سیاسیون توانېدلي نه دي، چې د یو قوي سیاسي بنسټ ډبره کېږدي، ترڅو له ارزښتونو د ساتنې په موخه په هېواد کې ثبات رامنځته کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته، طالبان چې د هېواد د په ډېره برخه واکمني لري، غواړي په خپلو زړو تګلارو او ځانګړو مفاهیمو سره «اسلامي امارت» بېرته را ژوندی کړي. سره له دې چې اوسنی افغانستان حاضر نه دی، چې د طالبانو له لوري محدویتونه ومني؛ خو وروستیو سیاسي مجالسو کې پر ټول‌ګډونه نظام ډېرې خبرې کېږي. له همدې کبله، غواړو د ټول‌ګډونه نظام پر ځانګړنو او وجودي فلسفې لږ بحث وکړو. ټول‌ګډونه نظامونه باید لاندې ځانګړنې ولري:

۱ – د حکومت د نوم او نښان په تړاو اجماع

یو حکومت هلته ټول‌ګډونه ګڼلی شو، چې مطلقه او ډله‌ییزه ایډیالوژي څنګ ته او د حکومت په ډول او نوم ملي اجماع ته غاړه کېښوول شي. همدارنګه بیرغ، چې ​​په نړۍ کې د یوې جغرافیې او هېواد د هویت سمبول دی، باید ټولپوښتنې ته وړاندې شي.

افغانستان کې سیاسي نظام له پوځي لارې ړنګ شو او طالبانو د «امارت» په نوم او سپین بیرغ سره د اکثریت له خوا منل شوی سیاسي نظام له منځه یووړ. نو باید د هیواد بیرغ په تړاو ټولپوښتنه وشي.

۲ – سلطه او تحمیل که حکومتولي؟

دا باید روښانه شي، چې اوسنی واکمن د تسلط، جبر او د خپلې ایډیالوژۍ د تحمیل په لټه دی، که د نوې حکومتدارۍ له لارې د هر اړخیز او منلو وړ پروګرامونو د لرلو سره خلکو ته خدمات وړاندې کوي؟

حکومت کول ملي رضایت ته اړتیا لري او هغه کسان چې له بېوزلۍ، لوږې او بیکارۍ سره لاس او ګریوان دي، تل یې د واکمنو ګریوانونو کې لاس وي. له همدې کبله اوسمهال طالبان د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د حکومتولۍ او سیاست ډګر کې دي او خلک دې د زور او ګواښ له لارې اطاعت کولو ته نه اړ باسي.

۳- ملی‌گرایي(ملتپالنه)

څو توکمېزو ټولنو کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کېږي. د واک عادلانه وېش، د نظام پراخوالی او په حکومت کې د ټولنې د بېلابېلو طبقو شتون د خلکو د رضایت او حکومتدارۍ د پیاوړتیا لامل کېږي. په سیاسي ډګر کې د خلکو له شتون او د له منځه وړلو او وېشلو د پالیسي له پلي کېدا سره به نه یوازې حکومت ټول‌ګډونه نه وي، بلکې له ماتې او بربادۍ سره به هم مخ شي.

۴ – حکومت کې د ښځو ګډون

د ټول‌شموله حکومتونو فلسفه دا ده، چې د یو هېواد ټول اتباع له جنسیت پرته حق لري، چې د دولت په جوړښت کې مناسب ځای ولري. تېرو شلو کالو کې افغانو ښځو د خپلو وړتیاوو سره د حکومتولۍ د تقویت په برخه کې خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړې ده.

۵ – مسلکي حکومتي چارواکي

د بریالیو نظامونو یوه ځانګړنه دا ده، چې په مسلکي توګه ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کوي. دې کې شک نشته، چې په افغانستان کې تېرو څو لسیزو کې ولس د تصمیم نیولو په برخه کې هغسې ونډه نه ده لرلې، چې څنګه یې مستحق وو. د واک وېش باید د وړتیا او عصري پوهې پر بنسټ وي. له تخصص پرته حکومتولي نه یوازې دا چې مطلوبه پایله نه لري، بلکې بې‌باوري رامنځته کوي.

دې ټولو ته په کتو، هغه حکومتونه چې د خپلو فکري کسانو پر ګمارنه او ټاکنه باندې د ټول‌ګډونه حکومت نارې وهي، نه یوازې دا چې خلکو ته د منلو وړ نه وي، بلکې نړیوال اعتبار به هم ترلاسه نه کړي.

ورته لیکنې

Back to top button