په کابل کې له ترانسپورتي ستونزو شکایت: دولتي ملي بسونه دې زیات شي

۸صبح

کابل ښاریان په پلازمینه کې له ترانسپورتي خدمتونو شکایت لري او وایي چې مسوولو ادارو په ځلونو کابل ښاریانو ته د معیاري ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنې کړې، خو دا ژمنې تراوسه نه دي عملي شوې.
د دوی په وینا، په تمځایونو کې په ساعتونو د موټرو په تمه درېږي، خو د ملي بسونو نه شتون د ترانسپورت خصوصي برخې ته د ناوړه استفادې زمینه برابره شوې او د خلکو له مجبوریته په ګټې اخیستو دوه برابره کرایه اخلي. که څه هم کابل ښاروالۍ څه موده مخکې په آزمویښتي توګه یو شمېر ملي بسونه په کابل کې فعال کړل، خو ښاریان وايي چې باید ددغو بسونو شمېر زیات شي.
همدارنګه د کابل ښاروالي مسوولین وایي چې هڅه کوي دا ډول نور ښاري بسونه هم ترافیکي سیستم ته د ننه کړي چې په دې کار سره به د کابل ښاریانو ستونزه تر یوه بریده اواره شي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د زرو ملي بسونو د مرستې ژمنه شوې وه، خو یوازې ۲۰۵ بسونه په کابل او نورو ښارونو کې فعال دي. دغه مسوولین زیاتوي، د امنیت او ښه مدیریت نه شتون د دې لامل شوی چې دغه ملي بسونه تراوسه فعال نه شي.
د منظم ترانسپورتي سیستم نشتوالی د هېوادوالو په تېره بیا کابل ښاریانو دایمي ستونزه ده. کابل ښاریان سهار او مازدیګر مهال تل له ترانسپورتي ستونزو سره مخ وي، که څه هم مسوولینو تل ژمنې کړې چې دغې ستونزې ته به د پای ټکی کېږدي، خو تراوسه دا ستونزه پر خپل ځای ده او کابل ښاریان د مسوولو چارواکو پر ناغېړۍ نیوکه کوي.
د دولسمې ناحیې اوسېدونکی حزب الله عزیز وایي چې نوموړی د ښاري بسونو له خدمتونو راضي نه دی، خو خوښ دی چې څو ملي بسونه په کابل ښار کې فعال شوي دي. هغه زیاتوي، نوموړي څو ملي بسونه د سپاهي ګم نام (چوک) او احمد شاه بابا مېنې پر لاره لیدلي دي، خو شمېر یې ډېر کم دی او د خلکو ترانسپورتي ستونزې نه شي اوارولی. نوموړي کابل ښاروالي او ترانسپورت وزارت په دې برخه کې ناکام بولي. له بلې خوا نوموړی له خلکو هم غواړي چې د بسونو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
د کابل د دیارلسمې حوزې اوسېدونکی روح الله وایي: زه تراوسه په دولتي ښاري ملي بسونو کې نه یم سپور شوی، ځکه موږ په خپله سیمه کې ملي بسونه نه لرو، خو که ښاري ملي بسونه راشي، نو خپلې ښیګڼې لري، د بېلګې په توګه د لارو بندېدل کمیږي، د خلکو وخت ډېر نه ضایع کېږي او د خلکو له اقتصاد سره هم مرسته کوي. نوموړی پر دولتي چارواکو نیوکه کوي چې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.
د یادولو وړ ده چې دوه کاله مخکې کابل ښاروالۍ په پلازمیني کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۶۴ د ملي بس تمځایونه جوړ کړل، خو دغه تمځایونه په نشه د روږدو وګړو د راټولېدو په مرکزونو بدل شول او هېڅ ګټه ترې نه ده اخیستل شوې. د احمد شاه بابا مېنې اوسیدونکی امیر خالقي وایي چې د ښاري بسونو له خدمتونو هېڅ خوښ نه دی، ځکه د ملي بسونو شمېر ډېر کم دی او بسنه نه کوي.
د لسمې ناحیې اوسېدونکې مروه منزه په دې اړه وایي: ښاري بسونه د ښاریانو په ګټه دي ځکه خلک په کمه کرایه تر مقصد ځایه رسوي.
همدارنګه د ښاروالۍ د بسونو یو چلوونکی عبدالحکیم وایي: اوس مهال په امتحاني توګه د ښار د مرکز او د احمدشاه بابا مېنې پر لاره پینځه بسونه فعالیت لري، خو دا شمېر لږ دی او خلک غواړي چې دغه بسونه زیات شي.
اخوا، د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، دا اداره هڅه کوي چې په کابل ښار کې د ملي بسونو شمېر زیات کړي. د دغې ادارې ویاندې سمیرا رسا، ۸ صبح ته ویلي چې د احمد شاه بابا مېنې او سید نور محمد شاه مېنې پر لاره یو شمېر ملي بسونه په آزمويښتي توګه فعالیت لري چې د کابل ښاریانو له خوا ددې کار هرکلی شوی دی.
هغه زیاتوي چې دغه ملي بسونه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په ګدامونو کې له استفادې پرته ولاړ وو چې کابل ښاروالۍ له دغو وزارتونو وغوښتل دا بسونه د دوی په واک کې ورکړي. هغې وویل چې په نږدې راتلونکي کې به نور دولتي ملي بسونه هم په کابل ښار کې فعالیت پیل کړي چې په دې کار سره به د ښاریانو ترانسپورتي ستونزې تر یوه بریده اوارې شي.
هغې جوته کړه چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې، د ښاري ترانسپورت د تنظیم مسوولیت کابل ښاروالۍ ته سپارل شوی او دا اداره په دې برخه کې خپل پلانونه عملي کوي.
د یادولو وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې په سلګونو ملي بسونو په کابل ښار کې فعالیت کاوه، خو اوس دا ملي بسونه نشته. د ترانسپورت وزارت ویاند، حکمت الله قوانچ وایي چې ۱۵ کاله مخکې هند، پاکستان، جاپان، ایټالیا او ایران ۹۶۴ ښاري بسونه له افغانستان سره مرسته کړې وه چې اوس یوازې ۲۰۵ ملي بسونه فعال دي. نوموړي زیاته کړې چې دغه وزارت د هند په مرسته ۳۵۰ ملي بسونه له رغولو وروسته فعالوي او ډېر زر به سل بسونه د ښاریانو په چوپړ کې شي.
کابل ښاریان د موټرو د کمښت او ګڼې ګوڼې له امله له ستونزو سره مخامخ دي او له حکومته غواړي چې د ښاري ترانسپورت په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

Back to top button