د کابل- غزني د لویې لارې له ټکني کاره د موټر چلوونکو او مسافرو شکایت

یو شمېر موټر چلوونکي او مسافر د کابل- غزني د لویې لارې د بیا رغونې له پڅ کاره شکایت کوي. هغه موټر چلوونکي چې پر دې لاره تګ راتګ کوي وايي، د اتیا کیلو مټرو په اوږدوالي سره د درانيو له سیمې د غزني تر دروازې پورې د دې لویې لارې د بیارغونې کار پېل شوی دی، خو په دې موده کې د طالبانو د ناسم مدیریت له امله بشپړ شوی نه دی او موټر چلوونکو اړ دي، چې لسګونه کیلومټره لاره پر دښتو او خرابو لارو مزل وکړي. دغه راز هغه مسافر چې پر دې لاره تګ راتګ کوي، د دغې لويې لارې پر جوړوونکو نيوکه کوي او وايي، چې اوس د دوو ساعتونو مزل په څلورو ساعتونو کې کوي. د غزني ځايي سرچينې وايي، که د دې لويې لارې د بيارغونې چارې چټکې نه شي، د ژمي په رارسېدو او د واورو او بارانونو په ورېدو سره به، پر دغه سړک تګ راتګ شونی نه وي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت شاوخوا درې میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې د کابل- کندهار د لویې بیارغول یې په پام کې نیولي اوموټر چلوونکو او پر دې لاره تګ راتګ کوونکو خلکو ته د اسانتیا درامنځته کولو لپاره به د دغې لویې لارې ټول پلونه، پلچکونه او نورې برخې چې د هېواد مرکز له لسو سویلي او سویلي لوېديځو ولایتونو سره نښلوي، بیاورغوي.
د طالبانو تر ادارې لاندې ټولګټو وزارت دوه میاشتې وړاندې د ۹۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې په رسمي توګه پیل کړې. د دغه وزارت چارواکو دغه راز ژمنه وکړه چې د ژمي له رارسېدو مخکې به دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. اوس د دې لارې موټر چلوونکي او مسافر ادعا کوي چې پښه نیولي کار ته په پام سره به، په راروان ژمي کې کابل او غزني ته د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ وي.
۳۶ کلن احمد عرفان چې پر دې لاره د مسافر وړونکي موټر چلوونکی دی، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «که سړک جوړشي خوښېږو، موږ به هم په اسانۍ سره تګ راتګ کوو؛ خو له دوو میاشتو راهیسې چې کار یې پیل شوی، هېڅ پرمختګ نه دی شوی. په سيداباد، شيخ اباد او ټوپ دښته کې په څو ځايونو کې کار روان دی، موږ له سړکه ښکته کیږو او د دښتې له لارې ځو، موټر عوارض کوي او هره ورځ تاواني یو»
که څه هم طالبانو اعلان کړی، چې د دغې لویې لارې د بیارغاونې د بهیر د چټکتیا په موخه یې د هر سل کیلومتره سړک د بیارغاونې چارې جلا شرکت ته سپارلې دي، خو د کار پڅوالي د مسافرو او موټر چلوونکو شکایتونه راپارولي دي. محمد عزیز په کابل ښار کې د یوه سیاحتي شرکت کارکوونکی دی. هغه په اونۍ کې دوه ځلي پر دې لاره تګ راتګ کوي. محمد عزيز وايي، که څه هم د دې لويې لارې د بيارغاونې د کار ترپېلېدو مخکې هم د سړک د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، خو اوس يې ستونزې زياتې شوې دي.
عرفان وايي: «پخوا به پر همدې لار په دوه نيمو يا درې ساعتونو کې رسېدو، خو اوس د لارې يوه برخه پر عمومي سړک ځو او په څو ځايونو کې چې کار پيل شوى، موټرونه له سړکه ښکته کوو. د لویو، بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو ګڼه ګوڼه او دوړې د خلکو دوه ساعته یا تر دې زیات وخت ضایع کوي او څرګنده نه ده چې کله به له دې کاره خلاصېږو.»
بل خوا، مسافر او موټر چلوونکي د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت له مسوولانو غواړي چې د دې لویې لارې د بیارغونې په برخه کې پر قراردادي شرکتونو فشار راولي څو د بیارغاونې چارې چټکې کړي. د دوی په وینا، که د دې لویې لارې د بیارغاونې چارې ژر تر ژره بشپړې نه شي، د ژمي په رارسېدو او د واورې او باران په ورېدو سره ، پر خامه لاره تګ شونی نه دی او دغه لویه لاره به په بشپړه توګه د ترافیکو پرمخ وتړل شي.
د یادونې وړه ده، چې د کابل – کندهار لویه د څه باندې ۴۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره د هېواد یوه له ټرانزیټي لارو ګڼل کیږي. . دغه لويه لاره د طالبانو او د مخکیني حکومت د امنيتي ځواکونو ترمنځ د وسله والو نښتو، په تيره بيا د طالبانو له لوري د دغې لويې لارې په ځينو برخو کې د ماينونو د اېښودلو سخته زیانمنه شوې او بیارغونې ته جدي اړتیا لري.
بل خوا، تر دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې ټولګټو وزارت ویلي وو، چې د ژمي تر موسم پورې به د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې بشپړې شي. د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې له غزني نه د زابل ولایت پر لور او همداسې له کندهاره د زابل ولایت پر لور هم روانې دي.