د زده کړې او تحصیل بشپړ بندېدل، طالبان د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړي

د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، طالبانو پرېکړه کړې چې پوهنتونونه هم د مني د سمسټر له پای ته رسېدو وروسته د نجونو پرمخ وتړي. د دې ډلې غایب مشر ملا هبت الله آخوندزاده په یوه نوي فرمان کې چې تر اوسه اعلان شوی نه دی، د نجونو پر مخ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د تړل کېدو امرهم صادر کړی دی. ۸صبح ورځپاڼې ته داسې اطلاعات رسیدلي دي، چې ښيي پر دې موضوع د طالبانو په خصوصي غونډو او کابینه کې هم بحث شوی دی. تر دې وړاندې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې په کابل پوهنتون کې په یوې غونډې کې ویل شوي چې ټاکل شوې، دغه پرېکړه د روان تحصیلي کال په پای کې عملي شي. بل خوا، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې په دې پرېکړې سره، ښځې په بشپړ ډول له خپلو بشري حقونو محرومېږي.
سرچینې د طالبانو د غایب مشر ملا هبت الله د فرمان په استناد ۸صبح ورځپاڼې ته وایي،چې پر دغه فرمان تېره اونۍ د یوې خصوصي ناستې پرمهال خبرې شوې دي. د سرچینو په وینا، طالبانو پرېکړه کړې ده چې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو دروازې په لنډمهالي توګه د نجونو پرمخ وتړي، په کابل پوهنتون کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړه، چې تېره اونۍ په دغه پوهنتون کې د طالبانو یوه چارواکي له دغې پرېکړې پرده پورته کړې ده . د سرچینې په وینا، دغه فرمان به د تحصیلي کال په پای کې عملي شي. د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت، د دې پرېکړې په تړاو بې خبرې ښيي.
په همدې حال کې یوه بله سرچینه ۸ صبح ورځپاڼې ته وایي،چې دغه بحث د طالبانو د کابینې په یوه غونډه کې مطرح شوی دی، خو یو شمېر طالب وزیرانو ورسره مخالفت ښودلی دي. دغه پرېکړه چې ویل کیږي، د طالبانو په کابینه کې پرې بحث شوی دی، تراوسه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې. دغه سرچینه زیاتوي، چې د یو شمېر طالب مشرانو په خصوصي غونډو کې دغه راز مسأله مطرح شوې ده او د هغوی له ډلې ځینو ویلي دي چې:« شیخ صاحب داسې یو فرمان صادر کړی دی» خو دغه سرچینه ټینګار کوي چې د طالبانو یو شمېر څېرې د دغه فرمان له صادرېدو او پلي کېدو سره مخالفت لري. دغه سرچینه د طالبانو له خولې وایي، چې دا کار به د طالبانو د په رسمیت پېژندنې د بهیر د اوږدېدو لامل شي.
بل خوا ۸صبح ورځپاڼې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره په خبرو کې موندلې ده چې دغه راز اطلاع په نارسمي توګه نږدې تر ټولو پوهنتونونو رسېدلې ده. د خصوصي پوهنتونونو استادان وایي چې دغه راز خبرونه یې اورېدلي او په تړاو یې په خپل منځي او وړو غونډو کې تبصري هم کیږي، خو تر اوسه یې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت او یا نورو اړوند ادارو له لوري کومه رسمي اطلاع نه ده ترلاسه کړې.
رمزیه (مستعار نوم) د کابل پوهنتون یوه محصله ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« که پوهنتون وتړل شي، موږ ښایي تر نننه هم ناهیلي شو، له هغې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلي دي، هر شرط یې چې اېښی،موږ منلی دی. ویې ویل اوږد حجاب واغوندئ، هماغسې مو وکړل، ویې ویل رنګه جامې مه اغوندئ، ورسره ومومنله، ویې ویل په اونۍ کې درې ورځې درس ووایاست، بیا مو هم ومنله او ومو ویل چې د شرطونو په منل کېدو سره زموږ د زده کړو مخه ونه نیسي.»
دغه محصله زیاتوي چې نجونو پوهنتونونو ته د تګ لپاره هڅه وکړه ، سخت زیار یې وګاله او له ستونزمنو شرایطو تېرې شوې او اوس د تحصیل په دوره کې محرومیت او هغه هم د تحصیل په نیمایي کې، د ښځو په حق کې خیانت او لویه جفا ده. هغه ټينګار کوي:« سخت شرایط او اقتصادي او امنیتي ستونزو مو تېرې کړې، زموږ ټول زحمتونه په صفر ضرب کیږي. تاسو وګورئ د کاج نجونو په ډيرو ناهیلیو سره ان د خپل بدن د غړو په له لاسه ورکولو سره بیا هم له زده کړو لاس وانخیست، دا د دې ښودنه کوي چې نجونې زده کړو او تحصیل ته خورا لېوالتیا لري.»
دغه محصله طالبانو ته په خطاب کې وایي:« لطفاً دا کار مه کوئ، پرېږدئ چې خپلې زده کړې وکړو» د دې په وینا، که طالبان دا فرمان عملي کړي.« ټولنه په بشپړ ډول فلج کیږي، رمزیه ټينګار کوي چې طالبانو اوس د افغانستان ښځې او نجونې د ځان د لاس آله ګرځولې دي»
آزاده یوه بله محصله ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« د پوهنتون په تړل کېدو سره، د خپل راتلونکي په تړاو ډیر بد احساس لرو. په پوهنتون کې د خپلې خوښې څانګې ته د ورتګ لپاره مو ډیرې سختۍ او کړاوونه وګالل څو وکړای شو د خپلې بریا لومړي ګام ته ورسېږو. که پوهنتون وتړل شي، نور موږ راتلونکی نه لرو. کله چې پوهنتون وتړل شي، له خپلو ټولو هیلو سره د پوهنتونونو په یوه ګوټ کې خښېږو.»
بل خوا د خصوصي پوهنتونو یو شمېر استادان او مسوولان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاییدوي، چې دغسې خبرې یې اورېدلي دي، خو ټينګار کوي، چې تر اوسه په دې برخه کې په رسمي توګه اطلاع نه ده ورکړل شوې، د پوهنتون یو استاد وایي:« کله چې نجلۍ له پوهنتونه فارغه نه شي، دغه فرمان ته هم اړتیا نشته او طالبان دې هغه نجونې چې پوهنتونونو ته تللې دي، پرېږدي چې فارغې شي. ځکه نورې نجونې له ښوونځي نه فارغېږي او اړتیا نشته چې د خلکو لپاره نوی سرخوږی جوړکړي.
د ښځو پروړاندې د محدودیتونو لګول کېدل
طالبانو د افغانستان تر نیولو ورروسته، د هغو خوشبینیو پر خلاف چې د دوی د لید لوري د بدلېدو په تړاو رامنځته شوې وې، په خپل ناوړه چلند سره ښودلې ده چې د ښځو او نویو ارزښتونو پر وړاندې د دوی په تګلارې او چلند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. دغې ډلې د جمهوریت نظام تر ړنګېدو وروسته، په لومړي اقدام کې د ښځو چارو وزارت لغوه او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت رامنځته کړی دی.
دغې ډلې په ترټولو تازه مورد کې د ښځو پرمخ تفریحي پارکونه، کلپونه، ښځینه حمامونه او رسټورانټونه تړلې دي. د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په ټولو ولایتونو کې خپلو ریاستونو ته امر کړی دی،چې تفریحي پارکونه، حمامونو او سینګارځایونو د ښځو پر مخ وتړي. د دغه وزارت د خبرتیاوو پر بنسټ، په ولایتونو کې ښځې یوازې هغه مهال کولای شي رسټورانټونو ته ولاړې شي، چې شرعي محرم ولري.
طالبانو د جمهوریت نظام د سقوط په لومړیو ورځو کې د نجونو ښوونځي وتړل او ویې ویل، چې نجونې باید تر بلې خبرتیا پورې په کورونو کې کیني، اوس د نجونو د منځنۍ او لیسې دورې د ښوونځيو له تړل کېدو تر ۵۰۰ زیاتې ورځې کیږي، خو تر اوسه د دې ډلې د بلې خبرتیا څرک نه لګیږي.
د طالبانو رژیم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي دي،چې د « اسلامي نظام» د ټينګښت لپاره به پرلپسې فرمانونه صادر کړای شي. اجباري حجاب، د ټلویزیونونو پرپرده د ښځو د مخ پټېدل، له دندو محرومیت، د نجونو او هلکانو د ټولګیو جلا کېدل، پارکونو کې د مهالوېش جوړېدل، په روغتونونو کې د طبي کادرونو د خبرو بندېدل او په تر ټولو تازه مورد کې د ښځينه حمامونو او د ښځو پرمخ د تفریحي پارکونو د دروازو بندیدل په تېر یو کال کې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د پاموړ اقدامات ګڼل کیږي.
طالبانو د پوهنتونو د درسونو په پېلېدو سره، د نجونو او هلکانو د ټولګېو د جلا کېدو امر صادر کړ، خو کله چې د درسي ټولګیو د نشتوالي او د استادانو د کموالي له امله اعتراضونه زیات شول، ویې ویل، چې د ښځینه او نارینه محصلانو ترمنځ دې پرده وځړول شي. دغې ډلې د ۱۴۰۰کال په لېندۍ میاشت کې د ښاري او مسافر وړونکو موټرو چلوونکو ته امر وکړ چې «بې حجابې» ښځې په خپلو موټرونو کې سپرې نه کړي او دغه راز یې دولتي ادارې د بې محرمه ښځو له ورتګه منعه کړي، دا هغه فرمانونه دي چې تر اوسه عملي شوي نه دي.
د ښځو پروړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په لړ کې طالبانو رسمي فرمان صادرکړ چې ښځې د محرم له لرلو پرته بهر ته د سفر حق نه لري. په هغه مکتبوب کې چې د روان کال په وري میاشت کې د «آریانا» د هوایي شرکت د عمومي رییس له لوري صادر شوی، راغلي دی.:« پر پنجشنبې د وري پر ۴، په هېڅ یوې کورنۍ او بهرنۍ الوتنه کې د محرم له لرلو پرته ښځې د سفر کولو اجازه نه لري او ټکټونه نه دې ورکول کیږي»
طلبانو پر ښځو د محدودیتونو د لګول کېدو ترڅنګ، د خپل مشر۹ماده ییز فرمان اعلان کړ،چې له مخې یې ښځې په بشپړ ډول د خپل مخ پر پټولو مکلفې شوې دي او بهترین حجاب چادري/ برقعه بلل شوې ده. دغه فرمان په نهو مادو کې صادر شوی چې ښځو ته پکې د مکلفیت پر ټاکلو سربېره د هغوی د خپلوانو لپاره سزاوې هم، په پام کې نیول شوي دي.
د طالبانو د ښځو ضد کړنو پروړاندې نړیوال غبرګونونه
تر هغې وروسته چې طالبانو د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو دروازې وتړلې، دغه اقدام د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له تندو غبرګونونو سره مخ شو. په ترټولو تازه مورد کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په خپلې اوه اویایمه غونډه کې د افغانستان په تړاو خپل پرېکړه لیک صادر کړی دی. په دغه پرېکړه لیک کې خبرداری ورکړل شوی دی چې که طالبان بشري حقونه، د ښځو او نجونو او لږکیو حقونه رعایت نه کړي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په یو لړ ټوېټونو کې ویلي دی،چې له زده کړو نه د نجونو محرومیت او د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د ښځې د حقونو «نه توجیه کېدونکی نقض» دی. هغه پرلپسې ډول ټينګار کړی دی چې له خپلو بنسټيزو حقونو د ښځو محرومیت افغانستان ته زیان رسوي. ښاغلي ګوټرش د نجونو د ښوونځیو د نه پرانېستل کېدو د مودې د یوکلنۍ پرمهال وویل چې کال پوهه او فرصت له لاسه وتلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزات د ښځو پروړاندې د طالبانو سیاستونه د بشري حقونو سپکاوی بللی دی. د دغه وزارت ویاند نډ پرایس ویلي دي چې د ښځو لپاره د اجباري حجاب فرمان له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې زیانمنوي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو په غبرګون کې ویلي دي، چې « د نجونو د زده کړو د بندیز تر څنګ، د ښځو پر آزاد ګرځېدو د محدودیت لګول کېدو او د ښځو د سوله ییزو اعتراضونو د په نښه کولو په تړاو د طالبانو وروستی سیاست د ښځو او نجونو حقونه محدودوي»
اخوا د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، له هغو ښځينه لاریونوالو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند چې د کاج د ښوونیز مرکز د خونړي برید په تړاو راټولې شوې وې، «وحشیتوب» او د دې ډلې د« کمزورتیا او ډار» نښه بللې ده. هغې دغه راز د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو په تړاو وویل:«د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زده کړه له بې وزلۍ د افغانستان د خلاصېدو او هیلې ته د ستنېدو کلي ده.»
په همدې حال کې د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې له زده کړو نه د نجونو له ۴۰۰ ورځو محرومیت وروسته وویل:« د نجونو پر منځنیو زده کړو د طالبانو له بندیزه ۴۰۰ ورځې تېرېږي. دغه کار تر دې وړاندې نجونې، د هغوی کورنیو او هېواد ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي. زیان د هرې ورځې په تېرېدو ژور کیږي.»
بل خوا د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ ویلي دی، چې طالبان ګام پر ګام د ښځو بشري حقونه له منځه وړي. هغه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په هکله ټینګار کړی دی، چې باید د بشري حقونو د نقض لپاره عواقب موجود وي.
طالبانو په تېر یو کال او درېیو میاشتو کې د ښځو پر ضد د خپلو محدودیتونو لګول کېدو ته دوام ورکړی دی. په مقابل کې یې نړیوالې ټولنې د غندنې تګلارې ته مخه کړې او په پرلپسې ډول یې له دې ډلې غوښتې دي، چې بشري حقونه خوندېتوب او پر ښځو لګول شویو محدودیتونو لېرې کړي. بل پلو، د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د بشري حقونو په تړاو د طالبانو پر تګلارې سخته نیوکه کړې ده. د بښنې نړیوال سازمان د دوشنبې پر ورځ، د زمري پر ۲۴مه ویلي دي،چې د طالبانو یو کلنه واکمني له تاوتریخوالي او د دروغو له ژمنو ډکه ده او هغوی بشري حقونه په پراخه توګه نقض کړي دي. د بشري حقونو څار بنسټ هم د ښځو د حقونو نقض په نوي یمه لسیزه کې د طالبانو چلند ته په کتو ټکان ورکوونکی بللی دی. دغه بنسټ د سه شنبې پر ورځ، د زمري پر۲۵، ویلي دي، چې افغان ښځې د طالبانو د ناوړه چلند د درېدو لپاره نړیوال اقدام ته اړتیا لري.
د ۱۴۰۰کال د زمري له ۲۴چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ سره سمون خوري، واک ته طالبانو له رسېدو وروسته، ښځې په بشپړه توګه له ټولنیزې برخې حذف شوې دي. د ښځو د کار او زده کړو حق سلب شوی او د هغوی لاریونونه د طالبانو له لوري په تاوتریجنه بڼه ځپل شوي دي. طالبانو له ۱۳۷۵تر ۱۳۸۰کال پورې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم ښځې او نجونې له خپلو بشري حقونو نه په بشپړ ډول محرومې کړې وې.