د خصوصي ترانسپورت په برخه کـې د فسـاد پـه اړه انـدېښنه

لیکنه: عبدالاحمد حسیني، ژباړه: م. ظریف صمیم

د ترانسپورت وزارت وایي چې ددغه وزارت عواید د فساد له امله په رڼه او سمه توګه نه راټولېږي. د مسوولینو په وینا، تراوسه هم د ترانسپورتي عوایدو د راټولولو په برخه کې ستونزې شته او دا وزارت هڅه کوي چې د دروازو په برېښنايي کولو او فزیکي پیسو په حذفولو له فساد سره مبارزه وکړي. دا وزارت هیله څرګندوي چې د ترانسپورتي عوایدو په بانګي کولو سره په نوموړي وزارت کې فساد کم او عواید په رڼه توګه د دولت حساب ته ولېږدول شي. مسوولین باوري دي چې د ترانسپورت وضعیت د ښه کولو لپاره یې د واټونو قانون تصویب کړی چې نوي سلنه یې بشپړ شوی او په پلي کېدو سره به یې په هېواد کې ترانسپورتي ستونزې حل شي. ترانسپورت وزارت په داسې حال کې د عوایدو په راټولولو کې د فساد خبره کوي چې په روان کال کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله ددې برخې میلیونونه افغانۍ عواید کم شوي دي.
د ترانسپورت وزارت مسوولین وایي چې په دغه برخه کې فساد پراخ شوی او یوه برخه عواید په رڼه توګه نه دي راټول شوي. د ترانسپورت وزیر قدرت الله ذکي د مرغومي په نهمه نېټه «له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۴ کال پورې د ترانسپورت وزارت د ستراتېژیک پلان د برابرولو د ارزونېٍ» په نوم خبري ناسته کې په هېواد کې د ترانسپورت وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې دا وزارت هڅه کوي ددغو ستونزو د اواري لپاره حل لاره پیدا کړي.
د هغه په وینا، په تېرو څلورو میاشتو کې هڅه شوې چې یو جامع او د ترانسپورت برخې ټولو ستونزو او اړتیاوو ته ځواب ویوونکی قانون چمتو شي. ښاغلي ذکي وویل چې ددغه قانون په جوړولو کې، له عدلیې وزارت څخه قانون پوهان وربلل شوي چې یو جامع قانون برابر کړي. هغه وویل چې د ځمکني ترانسپورت د تنظیم قانون طرحه، نوي سلنه بشپړه شوې او هڅه کېږي چې زرترزره دا قانون جوړ او عملي شي. د ترانسپورت وزیر هیله څرګنده کړه چې ددغه قانون په پلي کېدو د ترانسپورتي ستونزو ډېره برخه حل شي.
له بلې خوا، نوموړي په دغه وزارت په تېره بیا د عوایدو په برخه کې پر فساد نیوکه وکړه او وې ویل، عواید لکه څنګه چې اړتیا ده نه راټولېږي. هغه وویل چې د عوایدو د راټولولو په برخه کې تراوسه هم ستونزې شته او عواید په رڼه توګه نه راټولېږي. قدرت الله ذکي زیاته کړه چې په دې برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او دا وزارت نیت لري د هغې په وړاندې د مبارزې په موخه د عوایدو د راټولولو سیستم برېښنايي او بانګي کړي. د هغه په باور، دا بهیر د عوایدو په راټولولو کې اغېزمن کېدای شي، ځکه د فزیکي پیسو د نشتوالي په صورت کې فساد نه کېږي.
هغه وویل: «زموږ لپاره مهمه ده چې عواید راټول کړو، د عوایدو په برخه کې ډېر فساد شته. داسې میکانیزم رامنځته کوو چې د فساد مخه ونیسو او د دولت په خزانه کې کافي عواید ولرو.ِ» نوموړي همداراز جوته کړه چې په دغه وزارت کې یې له فساد سره د مبارزې لپاره اصلاحي ریفورم په پام کې نیولی دی. قدرت الله ذکي وویل چې ددغه وزارت تشکیلات باید ځواب ویوونکي او د دې وزارت د اړتیاو له مخې وي. هغه زیاته کړه چې غواړي په نوموړي وزارت کې مسلکي او متخصص کارکوونکي وګماري چې فساد کم شي. د ترانسپورت وزیر جوته کړه: «فساد د حکومت لپاره لویه بدنامي ده، دا چې څه ډول ورسره مبارزه کولای شو یوازینۍ حل لاره یې ریفورم او اصلاحات دي.»
ترانسپورت وزارت په داسې حال کې ویلي چې عواید په رڼه توګه نه راټولېږي چې دغه وزارت په روان کال کې د قرنطین د عملي کېدو له امله له مالي پلوه زیانمن شوی دی. له دې مخکې د ترانسپورت وزارت مسوولینو ویلي و چې د ځمکني ترانسپورت د تېر کال د وري د میاشتې عواید څه د پاسه ۱۵۶ میلیونه افغانۍ وو چې د روان کال په وري میاشت کې دا کچه کابو ۸۸ میلیونه افغانیو ته راکمه شوې ده. دا د تېر کال په پرتله د ۷۲ میلیونه افغانیو کمښت ښودنه کوي.
زاړه او لوګي لرونکي موټر درول کېږي
د ترانسپورت وزارت همداراز ویلي چې په هېواد کې ترانسپورتي ټولنې او شرکتونه غیرمعیاري دي او دا وزارت هڅه کوي چې هغوی د ترانسپورت قانون په چوکاټ کې تنظیم کړي. ښاغلي ذکي وویل: هغه ټولنې چې په هېواد کې فعالیت لري، باید په ملي او نړیوالو ستندردونو برابرې شي. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې ښه میکانیزم موجود دی او هڅه کېږي، دغه ترانسپورتي ټولنې او شرکتونه پکې تنظیم شي. د ترانسپورت وزیر جوته کړه چې دا وزارت د ترانسپورتي وسایطو د تخنیکي خوندیتوب په برخه کې هم پروګرام لري. هغه زیاته کړه چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره غواړي چې زاړه او لوګي لرونکي موټر له ترافیکي بهیره بهر کړي.
له بلې خوا، ترانسپورت وزارت وايي چې د ځمکني ترانسپورت د خوندیتوب لپاره ملي بورډ رامنځته کوي. د ترانسپورت وزیر ددغه بورډ جوړول د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره مهم بولي او وایي چې په اوسني وخت کې د ټاکلي میکانیزم د نشتوالي له امله د ترافیکي پېښو تلفات له ځانمرګو بریدونو او چاودنو زیات دي. که څه هم هغه د ترافیکي پېښو د تلفاتو شمېر په ډاګه نه کړ، خو وې ویل چې هر کال په سلګونه تنه پر لویو لارو ددغو پېښو له امله وژل کېږي. ښاغلي ذکي وویل چې ترانسپورت وزارت هڅه کوي ددغو پېښو مخه ونیسي چې خلک په خوندي توګه ولایتونو ته سفر وکړای شي.
د ترانسپورت وزیر د ښاري ترانسپورت پر سیستم هم نیوکه وکړه او وې ویل چې په ښارونو کې منظم ترانسپورت نشته. نوموړي زیاته کړه: د ښاري ترانسپورت د تنظیم لپاره یې څېړنې پیل کړې او په دې برخه کې یې د ترکیې او جاپان نظریات اخیستي چې ښاري ترانسپورت منظم کړای شي.
دا په داسې حال کې دي چې تېر کال د کابل د چاپېریال ساتنې ریاست هم د اکوتاژ په نوم پروګرام پیل کړ. دغه ریاست ویلي و چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د ترافیک ریاست په مرسته لوګي لرونکي موټر په ګوته او له ترافیکي بهیره یې بهر کوي.

ورته لیکنې

Back to top button