د ښځو د اساسي حقونو د بېرته ورکولو لپاره د «ټول یا هېڅوک» کمپاین ترسره کول

۸صبح، کابل: د ننه په هېواد او بهر کې د ښځو سازمانونو او شبکو د ښځو د زده کړو، تحصیل او کار د مخنیوي په اړه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې، ښځو ته ددغو حقونو د ورستنولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د هغې اعلامیې له مخې چې ددغه کمپاین د فعالینو، د ښځو د سازمانونو او شبکو له لوري پنجشنبې د مرغومي په اتمه خپره شوې، دا کمپاین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د اساسي او شرعي حقونو د ورکولو په موخه ترسره شوی دی.

دا کمپاین د «ټول یا هېڅوک» په شعار سره په یو وخت د هېواد په بېلابېلو ښارونو او ځینو نورو هېوادونو کې پيل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «دا کمپاین له زرګونه افغان ښځو او نارینه وو سره د یووالي په موخه چې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په خاطر یې غږ پورته کړی ترسره کېږي.ِ»

د ښځو د سازمانونو او شبکو په وینا، له زده کړو د ټولنې د نیمایي وګړو بې برخې کول له شرعي او اساسي حقونو د ښځو او نجونو جدي سرغړونه ده چې پر ټولنه لنډمهاله او اوږدمهاله خطرناکې اغېزې لري.

دا مېرمنې زیاتوي، افغانستان د نړۍ یوازینی اسلامي هېواد دی چې د نجونو زده کړه غیرشرعي بولي او هغه یې منع کړې ده.

په اعلامیه کې له ټولو افغان ښځو او نارینه وو، ملګروملتونو سازمان، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له سازمانونو غوښتل شوی چې له دې کمپاین سره یو ځای شي.

طالبانو تېره اونۍ د خپلو محدودیتونو په دوام تېره اونۍ په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د نجونو او ښځو د کار مخنیوی هم اعلان کړ؛ دا پرېکړه د ننه په هېواد او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

Back to top button